کوئټه 22 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ محکمې تر سيوري لاندې د بيورو آف سټيټسټکس ډيجيټل ډيش بورډ او پبليکيشنز پرانسته وكړه چې مقصد ئې په صوبه كښې په مستند معلومات اډانه پاليسي جوړولو ته وده وركول او پرمختيائي منصوبه بندي په جديد ډول روانول دي۔د پرانستي دستوره كښې صوبائي وزيرانو ،د صوبائي اسمبلۍ غړو ،د …
د بلوچستان حکومت د ټولو څانګو په يو برابر پرمختګ باور لري۔ميرسرفراز بګټي

مزید خبریں
کوئټه 22 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ محکمې تر سيوري لاندې د بيورو آف سټيټسټکس ډيجيټل ډيش بورډ او پبليکيشنز پرانسته وكړه چې مقصد ئې په صوبه كښې په مستند معلومات اډانه پاليسي جوړولو ته وده وركول او پرمختيائي منصوبه بندي په جديد ډول روانول دي۔د پرانستي دستوره كښې صوبائي وزيرانو ،د صوبائي اسمبلۍ غړو ،د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان، ايډيشنل چيف سيکرټري زاهد سليم او نورو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع وزيراعليٰ ته د ډيجيټل ډيش بورډ او اړوند پبليکيشنز په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو چې پكښې ووئيل شول ياد شوي ډيجيټل ډيش بورډ كښې د صوبې 17 بېلو څانګو په اړه كوټلې او مربوط ډيټا شامله کړې شوې چې پكښې د پرمختيائي پروژو بشپړ تفصيلات به هم وي ٬ د دې نظام د لارې پاليسي جوړولو او د پريكړي كولو عمل به نور مؤثر او پاك كړے شي۔۔په غونډه كښې د 2010 نه تر اوسه بېلو څانګو كښې د شوي مجموعي پرمختګ او ګروتھ په رجحانات هم رڼا واچولې شوه۔د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي دا اقدام يوه لويه كاميابي ګرځولو سره ووئيل د شته ډيټا په بنياد حکومت اولسي ګټې له ښه پاليسۍ جوړولې شي۔ده ووئيل د پرمختګ انحصار په وخت او سمه منصوبه بندۍ اډانه وي او د بلوچستان حكومت ټولو څانګو كښې په يو ډول پرمختګ باور لري










