د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې صوبه كښې د افغان كډوالو د موجوده صورتحال په اړه غونډه

پېښور 20اپرېل (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په صوبه كښې د افغان كډوالو موجوده صورتحال په اړه غونډه وشوه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې د افغان ريفيوجيز كمشنر شكيل صافي د خېبرپښتونخوا ګورنر ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د ضم شوو ضلعو د انجمن هلال احمر چيئرمېن عمران وزير او د نادرا آفس چارواكو هم …

پېښور 20اپرېل (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په صوبه كښې د افغان كډوالو موجوده صورتحال په اړه غونډه وشوه۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې د افغان ريفيوجيز كمشنر شكيل صافي د خېبرپښتونخوا ګورنر ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د ضم شوو ضلعو د انجمن هلال احمر چيئرمېن عمران وزير او د نادرا آفس چارواكو هم ګدون كولو۔غونډې ته خاص بريفنګ كښې ووئيل شول چې د افغان كډوالو لپاره پېښور٬نوښار٬ډي آئي خان٬كوهاټ٬بونير٬مردان٬صوابۍ٬مالاكنډ٬دير٬مانسهره٬بنو٬لكي مروت٬ټانك٬هري پور٬چترال كښې 43 كيمپس جوړ كړی شوې وو٬د صوبې نه د افغان كډوالو په بيرته تللو 10 كيمپونه خالي شوي ۔بريفنګ له مخې د 2023 نه تر 2025 كښې 20 لكه ته نزدې غېر قانوني ميشته افغان كډوال بيرته تللې دي٬ د نادرا آفس لخوا په لنډي كوتل٬طورخم بارډر د ټرانزټ پوائنټ بائيوميټرك آسانۍ وركړے كيږي۔بريفنګ له مخې افغان كډوال د كورنيو بائيو ميټرك او ډيټا اندراج نه پس د دستاويز وركولو كښې په پوله اوړېدو كښې آسانۍ لري۔د طورخم په پوله هره ورځ 3 زره كډوال بيرته ستنېږي ۔بريفنګ له مخې د امنيتي اندېښنو له امله د پولې تړلې كېدو څخه افغان كډوال بيرته تللو كښې د ستونزو سره مخ شوي٬د غېر قانوني ميشته كډوالو بانك اكاؤنټس او موبائل سمز بند كړی شوي۔بريفنګ له مخې د ضم شوو ضلعو هلال احمر لخوا په طورخم پوله افغان كډوالو ته آسانۍ وركړے كيږي٬د څښكلو پاكې اوبه٬پرائمري هيلتھ كيئر٬فرسټ ايډ او ايمبولينس سروس وركړے كيږي۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر د افغان كډوالو د خيال ساتلو او په عزت سره بيرته د ستنېدو ټول عمل كښې د افغان كمشنريټ كاركرډګي وستائېله

مزید خبریں