پاکستان کولمبیا كښې صدارتی ټاكنو څخه وړاندې د امن و استحکام باوري كولو غږ وكړو

ملګري ملتونه 22 اپرېل (اے پي پي) پاکستان کولمبیا كښې د راروانو صدارتی ټاكنو څخه وړاندې د امن او استحکام په باوري كولو زور راوړے دے ۔د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل كښې د پاکستان مستقل مندوب عاصم افتخار احمد ووئيل د كال 2016 امن لوظنامه د کولمبیا كوټلي امن، استحکام او سوكالۍ لپاره لويه كاميابي ده،په هغې بشپړ عملدرآمد ته اړتيا ده۔ده د کولمبیا د اړخه په امن لوظنامه د …

ملګري ملتونه 22 اپرېل (اے پي پي) پاکستان کولمبیا كښې د راروانو صدارتی ټاكنو څخه وړاندې د امن او استحکام په باوري كولو زور راوړے دے ۔د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل كښې د پاکستان مستقل مندوب عاصم افتخار احمد ووئيل د كال 2016 امن لوظنامه د کولمبیا كوټلي امن، استحکام او سوكالۍ لپاره لويه كاميابي ده،په هغې بشپړ عملدرآمد ته اړتيا ده۔ده د کولمبیا د اړخه په امن لوظنامه د عملدرآمد هڅي ستائېلو سره ووئيل پاکستان د کولمبیا اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔د پاکستان مندوب په پخوانو جنګيالو او سياسي لارښودو د تشدد غندنې كولو سره په وسله والو ډلو زور راوړو چې تشدد پريږدي او د قامي قوانین احترام وكړي۔ده هيله څرګنده كړه چې په 31 مئی كيدونكې صدارتی ټاكنې به په امناكه ډول اوشي او هېواد كښې د امن عمل ته به وده ترلاسه شي

مزید خبریں