اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د پاکستان د اصولي موقف پخلي كولو سره د هند غیر ذمه واره طرز عمل، د تاؤ ترېښوالي زياتونكو پالیسیو او د حقائقو مسخ کولو سره سيمه كښې د عدم استحکام ذمه واري منتقل کولو له د پرله پسې هڅو غندنه كړې ده ۔د پهلګام پېښې په يو كال پوره كيدو د سېنېټ سیکرټریټ نه جاری …
پهلګام پېښه او آپریشن سندور د غندني وړ دي،د هند راپارونكو لارو چارو باوجود پاکستان د تحمل څرګندونه کړې ۔ سید یوسف رضا ګیلانی

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د پاکستان د اصولي موقف پخلي كولو سره د هند غیر ذمه واره طرز عمل، د تاؤ ترېښوالي زياتونكو پالیسیو او د حقائقو مسخ کولو سره سيمه كښې د عدم استحکام ذمه واري منتقل کولو له د پرله پسې هڅو غندنه كړې ده ۔د پهلګام پېښې په يو كال پوره كيدو د سېنېټ سیکرټریټ نه جاری شوي بيان كښې سید یوسف رضا ګیلانی ووئېل د زياتو راپاراونكو لارو چارو باوجود پاکستان د لويې تحمل څرګندونه كړې ٬ دغسې پاكستان د خپلي خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره په مكمل ډول چمتو دے۔ده په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان غبرګون د پاکستان-هند تاؤ ترېښوالي په مهال متوازن، ذمه وار او د نړيوال قانون له مخې ؤ ۔د سېنېټ چیئرمېن د پاکستان د وسله والو ځواكونو پېشه وره صلاحیتونو او عزم ته پيروزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د دوي چمتوالي او دفاعی صلاحیت د قامی خپلواكۍ بشپړه تحفظ وکړو او په نازك صورتحال كښې يې د دښمن عزائم ناکامه كړل۔ده باور وركړو چې پاکستان د پېښې نه پس په سمدستي ډول د غیر جانبداره او پاكو پلټنو وړانديز كړے ؤ او په دې خبره ئې زور راوړے جې په باور وړ او شواهدو اډانه پلټنو سره حقائق رامخې ته كيدے شي او تاؤ ترېښوالے ختميدے شي۔سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل ذمه وار رياستونه يو اړخيزه پريكړې يا دا دغسې پېښې د سیاسی مقاصدو لپاره نه كاروي۔ده د هند يو اړخيزه اقدامات پشمول د ’’آپریشن سندور‘‘ سختې غندنې كولو سره دغه يو غیر ذمه واره او د سيمي امن لپاره خطر ګرځولو سره خبردارے وركړو چې دا ډول پېښې سيمه ايز توازن او امن ته زيان رسوي










