اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار آياز صادق د پهلګام پېښې د یو کال تر سره کېدو په مناسبت د هند د دروغجن کردار سختې غندنې کولو سره وئيلي دي د پهلګام پېښه د هند یو فالس فلېګ آپرېشن ؤ۔ ده ووئيل په خپلو ناکامیو پرده اچولو لپاره په پاكستان تور لګول د هند معمول ګرځېدلے دے ۔د شورو په ورځ په خپل بیان …
سردار آياز صادق د پهلګام پېښې د یو کال تر سره کېدو په مناسبت د هند دروغجن کردار وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار آياز صادق د پهلګام پېښې د یو کال تر سره کېدو په مناسبت د هند د دروغجن کردار سختې غندنې کولو سره وئيلي دي د پهلګام پېښه د هند یو فالس فلېګ آپرېشن ؤ۔ ده ووئيل په خپلو ناکامیو پرده اچولو لپاره په پاكستان تور لګول د هند معمول ګرځېدلے دے ۔د شورو په ورځ په خپل بیان کښې ده ووئيل دا ډول فالس آپرېشن د یو ناوړه ذهنیت څرګندونه کوي، چې د خپلو ناوړه اهدافو لپاره نه يې یواځې د بے ګناه او بے وسه وګړو د وينو سره لوبي كوي، بلکه د سیمې او نړۍ امن ته هم زيان رسوي۔ده ووئيل د دغسې بې بنسټه پېښې په بنياد هند د سندھ طاس لوظنامې په يو اړخيزه ډول معطل كولو سره د نړيوال قوانین خلاف ورزي كړې ۔دا عمل نه یوازې په پاکستان د فشار اچولو هڅه ده، بلکه د ټولې سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره هم خطر لري ۔ده زور راوړو چې پاکستان د دې لوظنامې نه د پرله پسې سرغړونې خلاف د مناسب ځواب ورکولو حق لري۔په بیان کښې دا هم ووئیل شول چې وزيراعظم شهباز شريف د پېښې نه پس هند ته د بے پرې پلټنو وړاندیز كړے ؤ او پاکستان اوس هم د دې پېښې د سپېځلو او بے پري پلټنو په خپل دریځ ولاړ دے










