وزيراعظم شهباز شريف د اليكټرك ګاړو ودې لپاره د اقدامات تندولو امر وكړو

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اليكټرك ګاړو ودې لپاره د اقدامات تندولو امر كړے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې په بجلۍ د چلېدونكو ګاډو ودې له د جاج اسغتو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو ډاكټر مصدق ملك، احد خان …

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اليكټرك ګاړو ودې لپاره د اقدامات تندولو امر كړے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې په بجلۍ د چلېدونكو ګاډو ودې له د جاج اسغتو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو ډاكټر مصدق ملك، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، عطاء الله تارړ، اويس خان لغاري، احسن اقبال، وزير مملكت بلال اظهر كياني، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں، د سټيټ بينك ګورنر جميل احمد او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم غونډې ته د وېنا په مهال ووئيل د اليكټرك وهيكلز (اي وي) ودې لپاره دې په تندۍ سره اقدامات وكړے شي٬ د موجوده سيمه ايز صورتحال او د سباون ضرورتونو له مخې د اليكټرك ګاډو ودې سره به نه يوازې د ايندھن درآمدي بار كم شي بلكې دغه ماحولياتي تحفظ او انرژي سكيورټي لپاره هم ډېر مهم دي۔ ده د قامي اي-وي پاليسۍ له مخې د كم آمدن كسانو لپاره په اليكټرك موټر سائيكلو سبسډي كښې سپېځلتيا باوري كولو او د سكيم په نفاذ كښې د بيړې كولو هم امر وكړو۔ په غونډه كښې د اليكټرك وهيكلز د ګرد هېواد په كچه ترويج لپاره په جاري اقدامات بريفنګ وركړے شو٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول ګرد هېواد كښې د اليكټرك موټر سائيكل او ركشه جوړولو لپاره 72 او اليكټرك ګاډو لپاره 4 مينوفيكچرنګ سرټيفيكيټ جاري شوې دي٬ د دې نه علاوه اي وي چارجنګ سټيشنز جوړولو لپاره تر اوسه 123 درخواستونه راغلي٬ د بريفنګ له مخې داسې منصوبه بندي كوٶ چې په راتلونكو پنځو كالو كښې په هېواد كښې 30 فيصده ګاډي په بجلۍ وچلېږي چې ورسره به نزدې تر 4.5 بلين ډالرو د فيول بچت اوشي٬ د بريفنګ له مخې تر ګريډ 16 سركاري ملازمانو ته به په آسانو قسطونو اليكټرك بائيكس وركولې شي۔

مزید خبریں