د وزيراعليٰ سهيل افريدي افغان سفير سره ټېلي فوني تماس٬ د افغان كډوالو د بېرته ستنېدو په چارو د خيالاتو څرګندونه

پېښور 22 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهيل افريدي افغان سفير سره ټېلي فوني تماس نيولے چې پكښې د افغان كډوالو د بېرته ستنېدو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د وزيراعلٰې هاٶس وياند له مخئ د خبرو په مهال سفير د ريپيټري ايشن مرکزونو په دوره كولو د وزيراعليٰ مننه وكړه او په صورتحال كښې ئې د بهترۍ اعتراف وكړو٬ افغان سفير د نادرا وينز په شمېره …

پېښور 22 اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ سهيل افريدي افغان سفير سره ټېلي فوني تماس نيولے چې پكښې د افغان كډوالو د بېرته ستنېدو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د وزيراعلٰې هاٶس وياند له مخئ د خبرو په مهال سفير د ريپيټري ايشن مرکزونو په دوره كولو د وزيراعليٰ مننه وكړه او په صورتحال كښې ئې د بهترۍ اعتراف وكړو٬ افغان سفير د نادرا وينز په شمېره كښې په زياتوالي هم د وزيراعلٰي مننه وكړه او د لا زياتولو لپاره خواست يې وكړو۔ د خبرو په مهال وزيراعلي محمد سهېل آفريدي ووئيل افغان كډوالو ته هر ډول ممكنه اسانۍ وركولې شي او د دې لا ښه كولو امر شوے دے ۔

مزید خبریں