اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريکې او ايران ترمېنځه د جنګ بندۍ په پراختيا د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ مننې كولو سره هيله څرګنده كړه چې دواړه ډلې به په جنګ بندۍ عملدرآمد روان ساتي او په اسلام آباد كښې د كېدونكو خبرو په دوېم پړاٶ كښې به يو جامع "امن لوظنامې" ته رسېدو كښې كامياب شي۔ د شورو په ورځ خپل اېكس …
وزيراعظم شهباز شريف د امريکې او ايران ترمېنځه د جنګ بندۍ په پراختيا د صدر ډونلډ ټرمپ مننه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريکې او ايران ترمېنځه د جنګ بندۍ په پراختيا د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ مننې كولو سره هيله څرګنده كړه چې دواړه ډلې به په جنګ بندۍ عملدرآمد روان ساتي او په اسلام آباد كښې د كېدونكو خبرو په دوېم پړاٶ كښې به يو جامع “امن لوظنامې” ته رسېدو كښې كامياب شي۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پوست بيان كښې وزيراعظم ووئيل زه د خپلې او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير لخوا د صدر ټرمپ مننه كوم چا چې د پاكستان درخواست په قبلولو په جنګ بندۍ كښې پراختيا وكړه دغسې چې سفارتي هڅې مخ په وړاندې بوتللې شي۔ ده ووئيل پاكستان به د وركړي باور له مخې د شخړې د خبرو اترو د لارې هواري لپاره خپلې هڅې په زړه پوري ډول روانې ساتي٬ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې دواړه ډلې به په جنګ بندۍ عملدرآمد روان اوساتي او په اسلام آباد كښې د كېدونكې خبرو په دوېم پړاٶ كښې به يو جامع “امن لوظنامې” ته رسېدو كښې كامياب شي










