د روغتيا وزارت، ډريپ او فارماسيوټيکل انډسټري په وخت اقدامات سره د داروګانو د تعطل نه غير وركول باوري كړي۔ د روغتيا وفاقي وزير

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي د ټولو نړيوالو چيلنجونو باوجود د روغتيا وزارت او ډريپ د فارماسيوټيکل انډسټري سره په ګډه موثر او په وخت اقدامات کړې دي چې په نتيجه كښې ئې هېواد كښې د داروګانو د تعطل نه غير وركول باوري شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده موجوده جنګي حالات په تناظر كښې د داروګانو شته والي په …

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي د ټولو نړيوالو چيلنجونو باوجود د روغتيا وزارت او ډريپ د فارماسيوټيکل انډسټري سره په ګډه موثر او په وخت اقدامات کړې دي چې په نتيجه كښې ئې هېواد كښې د داروګانو د تعطل نه غير وركول باوري شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده موجوده جنګي حالات په تناظر كښې د داروګانو شته والي په اړه د مهمي غونډي مشري كولو سره وكړه، چې پكښې په ټول هېواد كښې د داروګانو د تعطل نه غير وركول او سپلائي چين مستحکم ساتلو له د كوټلي تګلاري جاج واخستے شو۔ په غونډه كښې د فارماسيوټيکل او ميډيکل ډيوائسز انډسټريز نمائندګانو ګډون وكړو دغسې د روغتيا وفاقي سيکرټري او چيف ايګزيکټو آفيسر هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د غونډي په مهال د اېم آر آئي مشينونو كښې استعماليدونكي هيليم ګيس د شته والي هم جاج واخستې شو دغسې چې طبي سهوليات وركولو كښې څه ډول خنډان رامخې ته نه شي۔ په دې موقع وفاقي وزير مصطفيٰ کمال ووئيل د ټولو نړيوالو چيلنجونو باوجود د روغتيا وزارت او ډريپ د فارماسيوټيکل انډسټري سره په ګډه موثره او په وخت اقدامات کړې دي چې په نتيجه كښې ئې په ټول هېواد كښې د داروګانو د تعهطل نه غير وركول باوري شوي۔ ده ووئيل دا مهال هېواد كښې 5 نه تر 6 مياشتو ذخيره شته او د موجوده نړيوالو حالات باوجود اولس له د داروګانو په اړه هيڅ ډول خفګان ته حاجت نشته۔ مصطفيٰ کمال ووئيل د روغتيا وزارت او ډريپ د داروګانو د تعطل نه غير باوري كولو نګراني كوي دغسې حکومت د صحت بنيادي سهوليات د تعطل نه غير وركولو له لوظي دے

مزید خبریں