د ګورنر فېصل كريم كنډي علامه اقبال ته پېرزوئنې

پېښور ۔ 21 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د نيمې اوچې ستر مفكر ٬ شاعر او فلسفي علامه اقبال ته د هغه د تلين (21 اپرېل) په موقع په خپل پېغام كښې د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل علامه اقبالؒ په مسلمانانو كښې د خودۍ ٬ خود اعتمادۍ او علم او …

پېښور ۔ 21 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د نيمې اوچې ستر مفكر ٬ شاعر او فلسفي علامه اقبال ته د هغه د تلين (21 اپرېل) په موقع په خپل پېغام كښې د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په خپل بيان كښې ګورنر ووئيل علامه اقبالؒ په مسلمانانو كښې د خودۍ ٬ خود اعتمادۍ او علم او شعور هغه روح بېدار كړو كوم چې د نيمې اوچې د تاريخ جهت بدل كړو۔ ده ووئيل د اقبال فكر نن هم د پاكستان په شمول ټولې اسلامي نړۍ لپاره د لارې مشال دے۔ فېصل كريم كنډي ووئيل چې علامه اقبال نه يوازې د آزاد رياست تصور وړاندے كړو بلكې يو داسے سوچ يۍ وركړو كوم چې ځوان كول خوارۍ ٬ ستړو او كردار سازۍ ته متوجه كوي۔ ده ووئيل په نني دور كښې د اقبال په كلام پوهېدو او ددې له مخې عمل كولو ته زياته اړتيا ده دغسې چی پاكستان يو مضبوط ٬ باوقاره ٬ پرمختللې او سوكاله هېواد جوړ كړے شي۔

مزید خبریں