د خبريالانو تحفظ او مسئلې حل كولو له به اقدامات روان ساتو: د بلوچستان ګورنر

کوئټه۔ 21 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل وئيلي دي چې مېډيا د رياست څلورمه ستن ده او د خبريالانو خذمات د قدر وړ دي ، د دوئي تحفظ او مسئلې حل كولو له به ټول ممكنه اقدامات جاري ساتو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د بلوچستان انټرنېشنل تھېنک ټېنك تر اهتمام لاندې د اېف یو اېس …

کوئټه۔ 21 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل وئيلي دي چې مېډيا د رياست څلورمه ستن ده او د خبريالانو خذمات د قدر وړ دي ، د دوئي تحفظ او مسئلې حل كولو له به ټول ممكنه اقدامات جاري ساتو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د بلوچستان انټرنېشنل تھېنک ټېنك تر اهتمام لاندې د اېف یو اېس پاکستان، بلوچستان انټرنېشنل تھېنک ټېنک او انټرنېشنل سوسائټی آف ارتھ فرېنډز پاکستان لخوا د خبريالانو په درناوي كښې تابيا كړې شوې ايوارډ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د بلوچستان د صحافت بېلو څانګو سره تړون لرونكو خبريالانو ته هیروز آف بلوچستان نېشنل سول ایوارډ وركړے شو۔ په دې موقع اوېس جدون، سینئر صحافی شهزادہ ذوالفقار، سلیم شاهد، د کوئټه پرېس کلب صدر عرفان سعید، د بلوچستان یونین آف جرنلسټس صدر منظور بلوچ، جنرل سېکرټری شاہ حسین او نور شخصيات موجود و۔ ګورنر ووئيل د قدر وړ خذماتو په اعتراف كښې د خبريالانو ايوارډز ترلاسه كول يو لوے اعزاز دے۔ ده ووئيل زه په خپل 40 كلن سفر كښې تل خبريالانو سره ولاړ پاتے شوے يم۔ ما د دوئي د مسئلو حل كولو له په هر فورم غږ پورته كړے دے۔ ده ووئيل ميډيا د احتساب او انصاف په نظام كښې مهم كردار ترسره كوي۔ او دا د خبريالانو ذمه واري ده چې هغوي حقائق ذمه وارۍ سره اولس ته ورسوي۔ ګورنر باور وركړو چې د خبريالانو تحفظ او هغوي ته د پېښو مسئلو حل كولو له به عملي اقدامات كولې شي۔ ده ايوارډ ترلاسه كوونكو خبريالانو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل حكومت به د خبريالانو خېر ښېګړې له جدي اقدامات كوي

مزید خبریں