د پاك بحريه د اېنټي شپ وېپن سسټم “تېمور ايئر لانچډ كروز ميزائل” كاميابه تجربه

پېنډۍ 21 اپرېل (اے پي پي) پاك بحريه په ځائي كچه د جوړ كړې شوې اېنټي شپ وېپن سسټم "تېمور ايئر لانچډ كروز ميزائل" كاميابه تجربه وكړه كومه چې د هدف په سمه توګه د ويشتلو او د آپرېشنل تيارۍ بشپړ صلاحيت څرګندونه ده۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي ار لخوا د جاري بيان له مخې پاك بحريه په ځائي توګه د جوړ كړې شوي اېنټي شپ …

پېنډۍ 21 اپرېل (اے پي پي) پاك بحريه په ځائي كچه د جوړ كړې شوې اېنټي شپ وېپن سسټم “تېمور ايئر لانچډ كروز ميزائل” كاميابه تجربه وكړه كومه چې د هدف په سمه توګه د ويشتلو او د آپرېشنل تيارۍ بشپړ صلاحيت څرګندونه ده۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي ار لخوا د جاري بيان له مخې پاك بحريه په ځائي توګه د جوړ كړې شوي اېنټي شپ وېپن سسټم “تېمور ايئر لانچډ كروز ميزائل” په كاميابۍ سره نېغ په نېغه وېپن فائرنګ وكړو٬ “ايئر لانچډ كروز ميزائل” غېر معمولي درستګۍ سره خپل مشن بشپړ كړو چې وروسره د پاك نېوي د دښمن د سمندري هدفونو له اوږد مسافت څخه د معلومولو ٬ په نښه كولو او په موثر ډول د تباه كولو جنګي صلاحيت تصديق شوے٬ د پاكستان نېوي لخوا دا مظاهره په قامي دفاعي صلاحيت كښې يوه اهمه اضافه ده كومه چې د پاكستان د وسله والو ځواكونو په روايتي مېدان كښې د بريد ګڼ اړخيزه او كوټلي صلاحيت لا مضبوطوي۔ پاك بحريه د هېواد د سمندري مفاداتو او د خپلواكه اوبو تحفظ لپاره پخپل عزم ټينګ ولاړ دے٬ صدر پاكستان، وزير اعظم ، چيف آف ډيفنس فورسز او د وسله والو ځواكونو مشرانو په دې اهمه كاميابۍ سائنس مدارو او انجينئرز له مباركي وركړې ده

مزید خبریں