وزيراعظم شهباز شريف پرمختيائي منصوبې تندۍ سره ترسره كولو لپاره د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ او اړوند نظام لا كوټلې كولو اصولي منظوري وركړه

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې په پرمختيائي منصوبو كښې تندي رامخې ته كولو لپاره د پبلك پرائيويټ پارټنر شپ اتھارټۍ (پي تھري اے) او دې سره د اړوند نظام لا كوټلې كولو اصولي منظوري وركړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد …

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې په پرمختيائي منصوبو كښې تندي رامخې ته كولو لپاره د پبلك پرائيويټ پارټنر شپ اتھارټۍ (پي تھري اے) او دې سره د اړوند نظام لا كوټلې كولو اصولي منظوري وركړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې پرمختيائي منصوبو كښې تېزي راوستلو لپاره د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو ډاکټر مصدق ملك، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، اورنګزيب، احسن اقبال، د وزيراعظم سلاحكار اېم علي، وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو ٬ وزيراعظم شهباز شريف د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې په پرمختيائي منصوبو كښې تېزي راوستلو لپاره د پبلك پرائيويټ پارټنر شپ اتھارټۍ (پي تھري اے) او دې سره د اړوند نظام لا كوټلې كولو اصولي منظوري وركړه۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د پي تھري اے کارکردګي د جديد عصري تقاضو سره همكارا كولو او د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ له مخې په پرمختيائي منصوبو كښې تندوالي لپاره به دا اداره د نجكاري ډويژن له مخې كار كوي۔ وزيراعظم د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د لارې د پرمختيائي منصوبو پېل په اړه د اړوند وزارتونو او څانګو استعداد كښې د بهترۍ امر وكړو۔ په غونډه كښې په سيمه ايزه او نړيواله كچه په بېلو هېوادونو كښې رائج د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د ماډلز موازنه وړاندې كړې شوه٬ په غونډه كښې د مجوزه نوې نظام په خدوخال بريفنګ هم وركړې شو٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د نوي نظام له مخې د پي تھري اے نګراني به نجكارۍ لپاره کابينه کميټي او نجکاري ډويژن كوي۔ وزيراعظم د نوې منظور شوي نظام په حواله په عملدردآمد د پيشرفت تندولو امر هم وكړو۔

مزید خبریں