د پاکستان دفاعي تاريخ روښانه باب معرکه حق وړومبۍ سالګرې تيارۍ رواني دي

پېښور 20 اپرېل (اے پي پي) ټول پاكستانې قام د معرکه حق وړومبۍ سالګرې لمانځلو تيارو كښې بوخت دې چې پكښې د پاکستان پوځ د خپل ځان څخه درې چنده لوئ دښمن هند په ضد تاريخي كاميابي ترلاسه كړي او نړۍ كښې د يو نړيوالو لارښودو په توګه رامخې ته شوے۔ د معرکه حق دا لويه پېښه د 22 اپريل نه تر 10 مئي 2025 دوام لرو كوم چې د …

پېښور 20 اپرېل (اے پي پي) ټول پاكستانې قام د معرکه حق وړومبۍ سالګرې لمانځلو تيارو كښې بوخت دې چې پكښې د پاکستان پوځ د خپل ځان څخه درې چنده لوئ دښمن هند په ضد تاريخي كاميابي ترلاسه كړي او نړۍ كښې د يو نړيوالو لارښودو په توګه رامخې ته شوے۔ د معرکه حق دا لويه پېښه د 22 اپريل نه تر 10 مئي 2025 دوام لرو كوم چې د دې تاريخي كاميابۍ د يادګار په توګه خېبر پښتونخوا كښې په بېل قامي او صوبائي پليټ فارمز لمانځلے كيږي۔ د دې مقصد د پاکستان بهادر وسله والو ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كول او موجوده منتخب حکومت دغه كلك عزم ستائل دي چا چې بزدله هند له په ټولو محاذونو ماتې وركړې۔ خېبر نه تر كراچۍ او ګوادر نه تر چترال د پاکستان ټولو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان اولس او صوبائي حکومتي ادارے سول او عسکري قيادت هغه كلك عزم، استقامت او همت ته پيرزوئنې وړاندې كولو له چمتو دې چا چې د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړې او د هند په ضد ئې تاريخي كاميابي ترلاسه كړي۔ د پېښور پوهنتون د سياسيات څانګي پخواني چيئرمېن پروفيسر ډاکټر اے ايچ هلالي اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د معرکه حق جذبے د قوميت، هېواد سره ميني او اتحاد له جلا مقام وركولو سره زمونږ د قوم مزاحمت، بهادري او عزم عکاسي کړي۔ ده ووئيل يقيناً د 6 او 7 مئي 2025 په شپه پاکستان او آزاد کشمير كښې شهري آبادي په نښه كونكو د هند بلا اشتعال ميزائل او ډرون بريدونو ځواب كښې د پريكړي وړ آپريشن بنيان مرصوص پېل كولو نه علاوه پاکستان سره بله كومه لاره نه وه۔ده ووئيل آپريشن بنيان مرصوص يواځې يو پوځي کاميابي نه بلکه سيمه ايز طاقت توازن او برتري كښې يو مهم پړاؤ ثابت شوې۔ معرکه حق د پاکستان بنيادي تصور بيا ژوندې كړې۔په دې معرکه كښې قومي قيادت ته اولسي ملاتړ ترلاسه وو۔معرکه حق درې لويو خصوصيات د پاکستان قوي پوځي کارروائي يا ډاکټرائن، قومي اتحاد او د هېواد د خپلواكۍ دفاع ده۔ دا خصوصيات بهرني خطر او په خاص توګه د هند پراکسيز په مقابله كښې يو متحد قوم اهميت واضحه كوي او د ترهه ګرۍ لعنت په ضد اجتماعي قومي عزم په حاجت زور راوړي۔ معرکه حق د پاکستان قوميت له يو نوې طاقت او د ترهه ګرۍ لعنت په ضد قوي كړې۔ده ووئيل د پاکستان بنيادي وژن سره تړون لرلو سره مونږ ټولنه كښې روادارۍ ته وده وركولو سره او نوي نسلونو لپاره يو روښانه سباؤن جوړولو سره دا اجتماعي توانائي د مثبت بدلون لپاره استعمالولې شو۔ده ووئيل پاکستان د دوه قومي نظريې په بنياد جوړ شوې ؤ۔ده ووئيل د پاكستان پوځ آپريشن بنيان مرصوص د لارې د هند د جارحيت بشپړه ځواب وركړې ،چې پكښې لائن آف کنټرول (ايل او سي) سره او دې څخه وړاندې د دښمن پوځي اثاثو، ګوله بارود ډپو او ميزائل اډي کاميابۍ سره په نښه كړي او هغې ته ئې لوئ زيان رسولې۔د دښمن ګڼي جنګي الوتكي رانسكورولو نه علاوه معرکه حق نړيواله توجه ترلاسه كړي او ځيني هېوادونو د پاکستان د متوازن موقف اعتراف کړې۔د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيكو څانګي پخواني چيئرمېن ډاکټر اعجاز خان له مخې معرکه حق كښې تاريخي کاميابۍ نه پس پاکستان د يو نړيوال لارښود په توګه رامخې ته شوې او زمونږ سفارتي و دفاعي ساکھ نړۍ كښې آسمان ته رسيدلې۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيکل 51 ترمخه د پاکستان سيمه ايزي سلامتيا تحفظ او نړيوال انساني قانون نفاذ ته توجه، زمونږ د وسله والو ځواكونو د دې غير متزلزل عزم عکاسي کوي چې هغوي به د هر ډول دراندازۍ يا بهرني او كورني چيلنجونو بشپړه قوت سره مقابله كوي۔ده ووئيل معرکه حق هند له يو د عبرت وړ سبق ښودلې ځكه چې هغوي په هر محاذ د پاکستان د لاسو ماتي سره مخ شوي۔دې نه ځانله معرکه حق د قائداعظم د هغه قول خيال ساتلې چې کشمير د پاکستان شه رګ دے۔ معرکه حق د کشميريانو د خپلواكۍ اوږدو هلو ځلو له يو نوې ژوند وركړې د كوم چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل هغوي سره لوظ كړې۔ پوهانو وئيلي چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير بصيرت لرونكي پوځي قيادت كښې پاکستان د قائداعظم محمد علي جناح وژن بيا ژوندې كړې چې ورسره د قوم د مزاحمت او عزم توثيق كيږي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د امريکا ايران رواني شخړي په مهال هم د ثالثۍ کردار ترسره كړې او نړۍ كښې امن او استحکام لپاره د پاکستان د سفارتي هڅي ستائلي كيږي۔دوي ووئيل د هېواد سيمه ايزي سلامتيا کاميابۍ سره دفاع کولو سره معرکه حق هېواد سره ميني، اتحاد او شناخت هغه جذبه بيا بيدار کړې كومه چې د قائداعظم محمد علي جناح او علامه اقبال په مشرۍ كښې زمونږ بانيانِو وړاندې كړي وه۔ ده ووئيل پاکستان كښې نړيواله سرمايه كاري پېل شوي او نن مونږ هېواد نړۍ كښې د پرمختګ او سوكالۍ پلو تندۍ سره روان دے

مزید خبریں