د اطلاعاتو خصوصي مرستيال شفیع جان په هری پور كښې د ګاز پائپ لائن چاؤدلو په پيښه د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 17 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو خصوصي مرستيال شفيع جان د جمعې په ورځ په هري پور كښې د ګاز پائپ لائن چاؤدنې په رامخې ته شوې پېښه كښی په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د اطلاعاتو محكمې لخوا خپور شوي بيان كښې وئېلې شوي چې شفيع جان په هري پور كښې حطار انډرسټيل اسټېټ ته نزدې د ګاز پائپ …

پېښور ۔ 17 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی د اطلاعاتو خصوصي مرستيال شفيع جان د جمعې په ورځ په هري پور كښې د ګاز پائپ لائن چاؤدنې په رامخې ته شوې پېښه كښی په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د اطلاعاتو محكمې لخوا خپور شوي بيان كښې وئېلې شوي چې شفيع جان په هري پور كښې حطار انډرسټيل اسټېټ ته نزدې د ګاز پائپ لائن چاؤدلو له امله د اور لګېدو په پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده وئيلي چې د پېښې په نتيجه كښې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول د 8 كسانو په حق رسېدل د افسوس وړ دي۔ ده زياته كړه چې رېسکیو 1122 او اړوندو ادارو په سمدستي توګه د مرستې كارروايۍ پېل كړې او په اور يۍ قابو وموندلو۔ ده ووئيل ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولې شي۔ ده ووئيل حكومت د ځپليو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك دے۔ صوبائي حكومت به په دې سخت وخت كښې دوئي يوازې نه پرېږدي۔ ده ارواښادو له لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔

مزید خبریں