پېښور ۔ 17 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آپريدي د جمعې په ورځ په هري پور كښې د ګاز پائپ لائن چاؤدنې په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه۔ د وزیر اعلی هاوس پېښور وياند له مخې وزيراعلی سهېل آپریدی په هري پور كښې حطار انډرسټيل اسټېټ ته نزدې د ګاز پائپ لائن چاؤدلو له امله د اور لګېدو په پېښه د ژور غم دړد او افسوس …
د وزيراعلی سهېل آپريدي په هري پور كښې د ګاز پائپ لائن په پېښه د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
پېښور ۔ 17 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آپريدي د جمعې په ورځ په هري پور كښې د ګاز پائپ لائن چاؤدنې په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه۔ د وزیر اعلی هاوس پېښور وياند له مخې وزيراعلی سهېل آپریدی په هري پور كښې حطار انډرسټيل اسټېټ ته نزدې د ګاز پائپ لائن چاؤدلو له امله د اور لګېدو په پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ده وېنا وه چې د پېښې په نتيجه كښې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول د 8 كسانو په حق رسېدل د افسوس وړ دي۔ رېسکیو 1122 او اړوندو ادارو په سمدستي توګه د مرستې كارروايۍ پېل كړې ٬ په اور يۍ قابو وموندلو۔ ده ووئيل ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولې شي۔ ده ووئيل حكومت د ځپليو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك دے۔ صوبائي حكومت به په دې سخت وخت كښې دوئي يوازې نه پرېږدي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځايې ٬ غمجنيو كورنيو له د زغم توفيق او ژوبل شوو له روغ صحت وركړي۔








