اسلام آباد 01 جولائي (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي خفيه غېر ملكي اثاثې او د ټېكس نه وركوٶنكو په حقله يو قانوني فرېم ورك ته اړتيا ده٬ هر پاكستاني له ضروري ده چې خپلې خارجي اثاثې ډكلېئر كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نجي ټي وي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ما اي او سي ډي سره رابطه كړې او وفاقي كابينې ته …
خفيه غېر ملكي اثاثې او د ټېكس نه وركوٶنكو په حقله يو قانوني فرېم ورك ته اړتيا ده٬ هر پاكستاني له ضروري ده چې خپلې خارجي اثاثې ډكلېئر كړي۔اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جولائي (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي خفيه غېر ملكي اثاثې او د ټېكس نه وركوٶنكو په حقله يو قانوني فرېم ورك ته اړتيا ده٬ هر پاكستاني له ضروري ده چې خپلې خارجي اثاثې ډكلېئر كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نجي ټي وي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ما اي او سي ډي سره رابطه كړې او وفاقي كابينې ته مې هم خواست كړې چې په دې مسئله سوئس چارواكو سره د خبرو اترو اجازه دې راكړې شي۔ ده ووئيل د غېر قانوني جائېداد لرونكو به پلټنې كولې شي۔اسحاق ډار ووئيل چې د لوي څښتن مننه ده چې نن د زرمبادلې پانګې د 23 بېليونه ډالرو نه زياتې شوې دي۔ده ووئيل تر كال 2017 به لوډشېډنګ ختم شي او خپل نور هدفونه به هم ترلاسه كړو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ډكليئر شوې آفشور كمپنۍ غېر قانوني نه ګڼلې كېږي د هېواد ځينې ادارې آفشور كمپنۍ لري٬ مسئله هلې جوړېږي چې دا كمپنۍ خفيه وساتلې شي۔ وفاقي وزير د خپلو زامنو د غېر قانوني سرمايه كارۍ غندنه كولو سره ووئيل د ھغوي ټولې اثاثې ډكليئر دي او دا د ھغوي استحقاق دې چې خپلو ماشومانو ته ډالۍ وركړي۔ ده ووئيل ما خپل ځان فرانزك آډټ ته وړاندې كړې دې او د عمران په ضد زما زوي عدالت سره مراجعه كړې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګاٶنډي هېوادونو سره د بدليدونكې وضعه او د امنيت مسئله به د وزيراعظم محمد نواز شريف هېواد ته راتلو نه پس زمونږ تر ټولو مهمه اېجنډا وي او د دې هواري له به د ملټري قيادت سره په ګډه لائحه جوړولې شي٬ مونږ نورو ستونزو سره هم مخ يو په ھغې قابو موندلو له لوظي يو۔










