د روغتيا په څانګه كښې اصلاحات او عصري نظام عملي كولو له نجي څانګې سره موثره شراكتدارۍ ته وده وركول د وخت اهم ضرورت دے: مير سرفراز بګټي

کوئټه 15 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلیمير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي حكومت او آريا انسټيټيوټ آف ميډيکل سائنسز ترمېنځه همكارۍ ته وده وركولو له مهمه غونډه د شوروپه ورځ په وزيراعلٰی سېكرټرېټ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د صحت په څانګه كښې سركاري او نجي شراكتدارۍ ته د ودې په وركو٬ د كوئټې پشمول ټوله صوبه كښې اولس ته په وخت٬ معياري او جديد …

کوئټه 15 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلیمير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي حكومت او آريا انسټيټيوټ آف ميډيکل سائنسز ترمېنځه همكارۍ ته وده وركولو له مهمه غونډه د شوروپه ورځ په وزيراعلٰی سېكرټرېټ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د صحت په څانګه كښې سركاري او نجي شراكتدارۍ ته د ودې په وركو٬ د كوئټې پشمول ټوله صوبه كښې اولس ته په وخت٬ معياري او جديد طبي سهولتونه رسولو٬ د اېمرجنسي سروسز په ښه كولو ٬ د كېنسر او نور مرګونې رنځونو په درملنه او د طبي خدماتو دائرې پراخه كولو په چارو تفصيلي غور وشو۔ په غونډه كښې په دې خبره سلا يوه شوه چې بلوچستان كښې د صحت عامه نظام لا موثره كولو لپاره د نجي څانګې پوهې٬ وسائل او جديد طبيټيکنالوجۍ څخه به بشپړه استفاده كولې شي۔ په دې لړ كښې آريا انسټيټيوټ آف ميډيکل سائنسز سره د ممكنه شراكتدارۍ د بېلو اړيكو جاج واخستے شو د كومې د لارې چې به د روغتونونو د كار استعداد كښې اضافه، تشخيصياو د دارو درملو سهولتونو بهتري، جديد طبي خدمات او په خاص توګه د كېنسر پشمول د پېچلې رنځونو درملنه په ځائي كچه باورې كولې شي۔ په دې موقع وزير اعلی مير سرفراز بګټيغونډې ته وويل چې صوبائي حکومت د معياري نجي طبي اداروخدمات ترلاسه كولو سره اولس ته د مؤثره طبي سهولتونو رسولو عزم لري۔ ده ووئيل چې د روغتيا په څانګه كښې اصلاحات او د جديد نظام نفاذ لپاره نجي څانګې سره موثره شراكتدارۍ ته وده وركول د وخت اهم ضرورت دے۔ په غونډه كښې د روغتيا صوبائي وزير بخت اېمکاکړ، چيف سيکرټري شکيل قادر خان، پرنسپل سيکرټري عمران زرکون، د روغتيا سيکرټري مجيب الرحمٰن پانيزئي،ډائريکټر جنرل هيلتھ سروسز ډاکټر امين خان مندوخيل،د آريا انسټيټيوټ آف ميډيکل سائنسز چيف ايګزيکټو آفيسرډاکټر سهيل خان او نور اړوند چارواكو ګډون كولو

مزید خبریں