ګلګت۔ 13اپرېل(اے پی پی) د ګلګت بلتستان نګران وزيراعلی جسټس (ر) یار (اېم) د چلاس په تھور سيمه كښې د ترهګرو لخوا په پوليس د ډزو پېښې سخته غندنه كولو سره دا خبره په ډاګه كړې ده چې شر خوښي عناصر به په هر صورت قانون سره مخامخ كولے شي۔ په جاري شوي بيان كښی نګران وزيرعلی ووئيل چې ترهګر به خپلو ناوړه ارادو كښې كاميابېدو ته كله هم پرېښودلې …
د ګلګت بلتستان نګران وزيراعلی په چلاس كښې په پوليس د بريد سخته غندنه ٬ رپورټ يۍ وغوښتلو

مزید خبریں
ګلګت۔ 13اپرېل(اے پی پی) د ګلګت بلتستان نګران وزيراعلی جسټس (ر) یار (اېم) د چلاس په تھور سيمه كښې د ترهګرو لخوا په پوليس د ډزو پېښې سخته غندنه كولو سره دا خبره په ډاګه كړې ده چې شر خوښي عناصر به په هر صورت قانون سره مخامخ كولے شي۔ په جاري شوي بيان كښی نګران وزيرعلی ووئيل چې ترهګر به خپلو ناوړه ارادو كښې كاميابېدو ته كله هم پرېښودلې نه شي او د رياست دښمنه عناصر په ضد به كارروايۍ لا مؤثر كولې شي۔ نګران وزیر اعلیٰ د پېښې فوري نوټس اخستلو سره داخله سېكرټري څخه رپورټ غوښَتلے دے۔ ده په بريد كښې د شهيد شوو پوليس اهلكارو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي لوړو درجو له دعا وكړه۔ ۔ده ووئيل قوم به د خپلو اتلانو فرزندانو قربانۍ كله هم هېرې نه كړي۔ د روغتيا صوبائي سېكرټري هدايت جاري كړو چې ژوبل شوو اهلكارو ته دې فوري او غوره طبي آسانۍ وركړې شي








