پېښور ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلی د ګورنر لخوا اعتراضونو سره بېرته لېږلې شوې پبلک فنانشل مېنجمنټ بدلون بل 2026 يو وارې بيا منظور كړو٬ په كوم چې په ايوان كښې د حكومت او اپوزيشن ترمينځه تفصيلي بحث وشو۔ د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډه كښې د اضافی ایجنډې له مخې صوبائي وزير قانون آفتاب عالم بل يو وارې بيا وړاندې كړو۔ د بل …
کے پی اسمبلی: د ګورنر لخوا د اعتراض باوجود پبلک فنانشل مینجمنټ بدلون بل 2026 يو وارې بيا منظور كړے شو

مزید خبریں
پېښور ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اسمبلی د ګورنر لخوا اعتراضونو سره بېرته لېږلې شوې پبلک فنانشل مېنجمنټ بدلون بل 2026 يو وارې بيا منظور كړو٬ په كوم چې په ايوان كښې د حكومت او اپوزيشن ترمينځه تفصيلي بحث وشو۔ د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډه كښې د اضافی ایجنډې له مخې صوبائي وزير قانون آفتاب عالم بل يو وارې بيا وړاندې كړو۔ د بل منظوری د آئین آرټیکل 116(3) لاندې د ری کنسېډرېشن عمل د لارې وركړې شوه۔ د ووټنګ په مهال 17 غړو د بل مخالفت وكړو بياهم د اكثريت په بنياد بل منظور كړے شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دا بل د تېرې مياشتې په 26 مه نېټه هم قومي اسمبلۍ څخه منظور شوے و خو دا ګورنر اعتراضونو سره بېرته لېږلې شوې و كوم چې اوس يو وارې بيا منظور كړے شو








