نوښار ٬ د پوليو مخنيوي 4 ورځنے كمپائن پيل شو

پېښور ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نورو ضلعو په څير په نوښار كښې هم د پوليو مخنيوي څلور ورځنې كمپائن په كوټلي امنيتي انتظاماتو كښې پېل شو۔ د نوښار پوليس وياند له مخې د دې كمپائن مقصد 5 كالو څخه د كم عمر كوچنيانو د پوليو په څير وژونكي رنځ څخه ساتل دي۔ د ضلعی پولیس مشر احمد شاہ په نګرانۍ كښې د پوليو مخنيوي ډلو …

پېښور ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نورو ضلعو په څير په نوښار كښې هم د پوليو مخنيوي څلور ورځنې كمپائن په كوټلي امنيتي انتظاماتو كښې پېل شو۔ د نوښار پوليس وياند له مخې د دې كمپائن مقصد 5 كالو څخه د كم عمر كوچنيانو د پوليو په څير وژونكي رنځ څخه ساتل دي۔ د ضلعی پولیس مشر احمد شاہ په نګرانۍ كښې د پوليو مخنيوي ډلو امنيت باوري كولو له بشپړه او مؤثره تګلاره عملي كړې شوې ده۔ په دې موقع ګرده ضلع كښې 1272 څخه زيات پوليس افسران او ځوانان د پوليو وركرز حفاظت له تعينات كړې شوي دي۔ د اېس ډی پی اوز په نګرانۍ كښې موبائل او پېدل ګزمه لا مؤثر كړې شوې ده۔ پوليس اهكلار د يو يو مشكوك وګړي او ګاډي چېكنګ كوي۔ دغسې پرله پسې نګرانۍ لپاره په ضلعي كچه كنټرول روم هم جوړ كړے شوے دے۔ د كوم هم بېړني صورتحال مخنيوي له کوئیک رسپانس فورس الرټ كړے شوے دے۔ ضلعی پولیس مشر احمد شاہ په دې موقع ووئيل د پوليو بشپړه خاتمې له د دې كمپائن كاميابۍ سره كول ضروري دي او دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل پولیس فورس د پوليو ډلو امنيت له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي او په دې لړ كښې به كوم هم غفلت زغملے نه شي۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظوروي د مور پلار او وګړو په مرسته به دا فريضه كاميابۍ سره ترسره كړے شي۔

مزید خبریں