د خېبرپښتونخوا ګورنر هنګو كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په مهال د پوليس په ګاډي د ترهه ګرو د ډزو غندنه وكړه

اسلام آباد 13اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ګل په ورځ هنګو ضلع كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن لپاره په تعينات پوليس ګاډي د ترهه ګرو د ډزو سختې غندنې كولو سره په دې پېښه كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر شهيد پوليس اهلكار ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې …

اسلام آباد 13اپرېل (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د ګل په ورځ هنګو ضلع كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن لپاره په تعينات پوليس ګاډي د ترهه ګرو د ډزو سختې غندنې كولو سره په دې پېښه كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه ۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر شهيد پوليس اهلكار ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې ۔ګورنر ووئيل د پوليو ډلې په سكيورټي تعينات پوليس اهلكار په نښه كوونكي ترهه ګر د كوم رعايت مستحق نه دي۔ګورنر ووئيل بريد كوونكې ترهه ګر زمونږ د بچو د محفوظ سباؤن دښمنان دي

مزید خبریں