د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ لنډي كوتل كښې د افغان كډوالو لپاره جوړ شوې کیمپ دورہ وكړه

پېښور 12 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدی د پېښور ډويژن کمشنر ریاض خان محسود، قامی و صوبائی اسمبلۍ غړو او نورو انتظامی افسرانو سره په لنډي کوتل كښې د افغان كډوالو لپاره د جوړ شوي حمزہ بابا کیمپ دورہ وكړه۔د پېښور ډويژن کمشنر دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعلیٰ سهیل آفریدی د پېښور ډويژن كمشنر ریاض خان محسود لخوا د جوړ …

پېښور 12 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدی د پېښور ډويژن کمشنر ریاض خان محسود، قامی و صوبائی اسمبلۍ غړو او نورو انتظامی افسرانو سره په لنډي کوتل كښې د افغان كډوالو لپاره د جوړ شوي حمزہ بابا کیمپ دورہ وكړه۔د پېښور ډويژن کمشنر دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعلیٰ سهیل آفریدی د پېښور ډويژن كمشنر ریاض خان محسود لخوا د جوړ كړې شوي کیمپ كښې د افغان كډوالو لپاره د وركړې كيدونكو آسانيو نه خبر كړې شو۔ وزیراعلیٰ په کیمپ كښې د موجود افغان كډوالو مسئلو جاج واخست او د هغې حل لپاره ئې سمدستي احکامات جاری کړل۔ د دورے په مهال وزیراعلیٰ په کیمپ كښې د موجود بنیادی يسانيو څارنه وكړه۔ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د كډوالو ژوند آسانولو لپاره ټول ضروری وسائل وركړې شي او په دې لړ ګښې به هيڅ ډول بے غوري نه شي زغملے۔ وزیراعلیٰ سره د قومی اسمبلۍ ۍړې اقبال آفریدی، د صوبائی اسمبلۍ ۍړې عدنان قادری،د پېښور ډويژن کمشنر ریاض خان محسود پشمول اعلیٰ انتظامی افسران هم وو۔

مزید خبریں