د بلوچستان وزیراعلیٰ ډیرہ غازی خان ته لاړو،سردار ذوالفقار علی خان کھوسه په مړينه لاس نيوه وكړه

ډیرہ غازی خان 12 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ سردار سرفراز بګټي ډیرہ غازی خان كښې کھوسه هاؤس ته رسيدلو سره د سردار ذوالفقار علی خان کھوسه په مړينه ئې غمرازي وكړه۔ کھوسه هاؤس ته په رسيدو د ارواښاد زامنو سردار حسام الدین کھوسه، سردار سېف الدین کھوسه او د پنجاب پخواني وزیر اعلیٰ سردار دوست محمد خان کھوسه سره بلوچستان وزیر اعلیٰ ملاقات وكړه او هغوي سره …

ډیرہ غازی خان 12 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ سردار سرفراز بګټي ډیرہ غازی خان كښې کھوسه هاؤس ته رسيدلو سره د سردار ذوالفقار علی خان کھوسه په مړينه ئې غمرازي وكړه۔ کھوسه هاؤس ته په رسيدو د ارواښاد زامنو سردار حسام الدین کھوسه، سردار سېف الدین کھوسه او د پنجاب پخواني وزیر اعلیٰ سردار دوست محمد خان کھوسه سره بلوچستان وزیر اعلیٰ ملاقات وكړه او هغوي سره ئې لاس نيوه وكړه۔په دې موقع د ارواښاد بخښني لپاره فاتحه خوانی هم وشوه۔دې نه پس ميډيا سره خبرو كښې د بلوچستان وزیر اعلیٰ سردار سرفراز بګټي ووئيل سردار ذوالفقار علی خان کھوسه يو مدبر، اصول خوښې او وقار لرونكې سیاستمدار وو چا چې د هېواد او جمهوریت استحکام لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔ده ووئيل د ارواښاد سياسي او سماجی خذمات به عمر له ياد ساتلې شي۔د بلوچستان وزیر اعلیٰ ووئيل سردار ذوالفقار علی خان کھوسه د پاکستان عظیم اثاثه وه او د هغه په مړينه پيدا شوي خلا به چري پوره نشي۔

مزید خبریں