پاکستان د يو مضبوط٬ ذمه وار او د نړيوال ستراتېژك قوت په توګه رامخې ته شوے۔ هاورن اختر خان

لاهور 11 اپرېل (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي پاكستان په سخت وخت كښې په زيركتيا او عزم سره د نړيوالو چېلنجونو مقابله كړې٬ د تاريخ مهمې لمحې د جنګ په مېدان كښې نه بلكې د خبرو اترو تر سره كېږي٬ پاکستان د يو مضبوط٬ ذمه وار او د نړيوال ستراتېژك قوت په توګه رامخې ته شوے دے۔ هارون اختر …

لاهور 11 اپرېل (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي پاكستان په سخت وخت كښې په زيركتيا او عزم سره د نړيوالو چېلنجونو مقابله كړې٬ د تاريخ مهمې لمحې د جنګ په مېدان كښې نه بلكې د خبرو اترو تر سره كېږي٬ پاکستان د يو مضبوط٬ ذمه وار او د نړيوال ستراتېژك قوت په توګه رامخې ته شوے دے۔ هارون اختر خان دا خبرې د خالي په ورځ په لاهور كښې يوې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د امريكې او ايران ترمېنځه تاٶ تريخوالے د نړيوالې تباهۍ سبب جوړېدے شو٬ پاكستان په دې نازك صورتحال كښې د توازن٬ تحمل او مكالمې غږ پورته كړو۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاكستان د موثره سفارتكارۍ څرګندونه وكړه٬ پاكستان په سخت وخت كښې په زيركتيا او عزم سره د نړيوالو چېلنجونو مقابله كړې، اسلام آباد د ريکارډ امن، باور او شريك احترام علامت دے۔ هارون اختر خان ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د تېلو د زياتېدونكې بېعې باوجود د اولس ريليف لپاره جامع تګلاره جوړه كړې٬ او هم دا اصل قيادت دے كوم چې يوازې په خبرو نه بلكې د عملي اقداماتوڅخه ثابتېږي۔ ده ووئيل د پاكستان د هلو ځلو په سبب تاٶ تريخوالے كښې كمے او نړيوال امن وده موندې ٬ دې اقداماتوڅخه په نړيواله كچه د پاکستان تشخص او عزت لا زيات شوے دے٬ ده ووئېل قيقي قيادت د طاقت سره سره د زيركتيا د لارې د شخړو په مخ نيوے كښې دے٬ پاكستان په نړيواله كچه د قيادت سره سره په داخلي كچه د معاشي بحالۍ نوے داستان رقم كوي۔

مزید خبریں