اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي غیر ملکي خبريالانو ته په جناح کنونشن سنټر كښې د يو چھت لاندې ټولې ضروري اسانۍ وركړې شوي۔د خالي په ورځ غیر ملکي خبريالانو له د وركړے شوو اسانيو په اړه خاص خبرو كښې وفاقی وزیر ووئيل د نائب وزیراعظم اسحاق ډار اعلان له مخې د ایران او امریکې خبريالانو له ویزا …
غیر ملکي خبريالانو له په جناح کنونشن سنټر كښې د يو چھت لاندې ټولې ضروري اسانۍ وركړې شوي۔ د اطلاعات وفاقي وزیر عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي غیر ملکي خبريالانو ته په جناح کنونشن سنټر كښې د يو چھت لاندې ټولې ضروري اسانۍ وركړې شوي۔د خالي په ورځ غیر ملکي خبريالانو له د وركړے شوو اسانيو په اړه خاص خبرو كښې وفاقی وزیر ووئيل د نائب وزیراعظم اسحاق ډار اعلان له مخې د ایران او امریکې خبريالانو له ویزا آن ارائیول وركړې شوي۔ده ووئيل کوریج لپاره د ټولي نړۍ څخه خبريالان پاكستان ته راځي، خبريالانو له د يو چھت لاندې ټولې ضروری اسانۍ وركړې كيږي۔ده ووئيل نزدې 50 خبريالان پاكستان ته راغلي دي،د چین، سعودی عرب، جاپان، المان، کوریا پشمول د بېلو هېوادونو خبريالانو د ویزې درخواستونه وركړې دي۔ وفاقی وزیر ووئېل د اطلاعات او خپرونو وزارت جناح کنونشن سنټر كښې خبريالانو لپاره د يو چھت لاندې ټول ضروری سهولیات چې پكښې هائی اسپیډ انټرنیټ کنیکټیویټی، پرنټرز، کمپیوټرز شامل دي وركړي دي ٬ دغسې سکرینز هم لګولې شوي۔ صحافتی چارو ترسره كولو لپاره پكار ټولي آسانۍ وركړې كيږي۔ ده ووئيل جناح کنونشن سنټر ریډ زون ته نزدې دے،خبريالان هلته څخه په آسانۍ سره کوریج کولې شي،خبريالانو ته خاص کارډز جاری کړې شوي او ورله ټولي آسانۍ په يو ځائے وركړې كيږي دغسې چې دوي ته په کوریج كښې كوم مشكل یېښ نشي۔ وفاقي وزیر ووئيل کوریج لپاره راغلو غیر ملکی خبريالانو ته هركلے وايو۔










