د امریکې او ایران ترمينځه خبري اتري به کامیابي وي۔سید یوسف رضا ګیلانی

ډیرہ غازی خان 11 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چئیرمېن سید یوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د نړۍ سپر پاور امریکې او ایران ترمينځه خبري اتري به كامايابي وي،د نړۍ په وړاندې د پاکستان قدر زيات شوې۔ سردار ذوالفقار علی خان کھوسه د هېواد قیمتی اثاثه وه۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ کھوسه هاؤس كښې د سردار ذوالفقار علی خان کھوسه په وفات غمرازۍ په موقع …

ډیرہ غازی خان 11 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چئیرمېن سید یوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د نړۍ سپر پاور امریکې او ایران ترمينځه خبري اتري به كامايابي وي،د نړۍ په وړاندې د پاکستان قدر زيات شوې۔ سردار ذوالفقار علی خان کھوسه د هېواد قیمتی اثاثه وه۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ کھوسه هاؤس كښې د سردار ذوالفقار علی خان کھوسه په وفات غمرازۍ په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل ډيره غازی خان راتللو مقصد د سردار ذوالفقار علی خان کھوسه په وفات د هغه د كورنۍ سره لاس نيوه كول وو۔سردار ذوالفقار علی کھوسه د هېواد قیمتی اثاثه وه او د هغه ضامن هم د هېواد په سياست كښې مهم کردار لري۔ده ووئيل سردار ذوالفقار علی کھوسه سره زما پخوانې تعلق وو او دعا كوو چې لوے څښتن هغه له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔د امریکې ایران جنګ په اړه سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل لوے څښتن پاکستان له لوئ مقام وركړې او منطقه كښې د امن په خ اطر په زړه پوري كردار ترسره كوي ٬ هيله لرو چې د خبرو اترو دا سلسله به د نتيجې وړ ثابت شي۔دې څخه وړاندې د سېنېټ چئیرمېن کھوسه هاؤس ته ورسيد نو سردار دوست محمد خان کھوسه، سردار حسام الدین کھوسه او سردار سیف الدین کھوسه د هغه هركلے وكړو۔په دې موقع سید یوسف رضا ګیلانی سردار ذوالفقار علی خان کھوسه كورنۍ سره لاس نيوه وكړه او د اروښاد لوړو درجو له ئې دعا اوكړه۔