اسلام آباد۔11اپریل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، ترقۍ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د نیشنل پرائس مانیټرنګ کمیټۍ آن لائن غونډه كښې هېواد كښې د ضروري څيزونو د بيعو ، د ټرانسپورټ کرایه ګانو او د سپلائي چېن د صورتحال تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ د منصوبه بندۍ وزارت تر مخه غونډې ته د بریفنګ په مهال د شماريات ادارې ووئېل چې د …
د پروفیسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د نیشنل پرائس مانیټرنګ کمیټۍ آن لائن غونډه ٬ د ټرانسپورټ کرایه او د سپلائي چېن د صورتحال جاج واغستلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔11اپریل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، ترقۍ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د نیشنل پرائس مانیټرنګ کمیټۍ آن لائن غونډه كښې هېواد كښې د ضروري څيزونو د بيعو ، د ټرانسپورټ کرایه ګانو او د سپلائي چېن د صورتحال تفصیلي جاج واغستلے شو ۔ د منصوبه بندۍ وزارت تر مخه غونډې ته د بریفنګ په مهال د شماريات ادارې ووئېل چې د حکومتي سبسډي له امله د ټرانسپورټ خرڅونو كښې څرګند کمے تر نظره شوے دے او په ګنو ښارونو كښې کرایه كښې د 20 نه تر 30 فیصد کمے ریکارڈډ كړے شو خو په کراچۍ كښې ټرانسپورټ کرایه كښې د زياتوالي نوټس اغستو سره وفاقي وزیر د سندھ حکومت ته سمدستي د کارروائۍ كولو امر وكړو ۔د شمېرو تر مخه تېره اوونۍ د 8 ضروری څيزونو نرخونه کم او د 28 زيات ریکارډ كړے شول۔ د اوږې ، کیلې، چرګوټي او د اوړو په بيعو كښې پرله پسې 3.78 فیصد، 3.39 فیصد، 1.05 فیصد او 0.73 فیصد کمے راغلو ، دغسې د ډیزل، پیټرول، ټماټر، ایل پي جي او آلو بيعو كښبې هم ښكاره زياتوالے راغلو ۔د شماریات ادارې تر مخه د حساس بيعو اشاریه (SPI) كښې په مجموعي توګه استحکام پاتي شو او په دې اونۍ كښې دا شرح 1.93 فیصد ریکارډ كړې شوه ۔ د غوړو او خوراك تیلو بيعو كښې هم مستحکم پاتي شوې، دغسې په نريواله فرتیلائزر به بيعو كشې زياتوالي باوجود هېواد كشې بيعې په قابو كښې پاي شوې دي۔










