وزیراعظم شهباز شریف د امریکې او ایران پلاويو به رغنده انداز د خبرو اترو كولو عزم وستائېلو

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د امریکې او ایران پلاويو په تعمیري انداز د خبرو اترو د عزم ستائنې كولو سره هيله څرګنده كړه چې دا خبرې به منطقه كښې د تل پاتي امن پلو يو مهم ګام ثابت شي۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د :اسلام آباد مذاكرات :په پېل وزیراعظم محمد شهباز شریف …

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د امریکې او ایران پلاويو په تعمیري انداز د خبرو اترو د عزم ستائنې كولو سره هيله څرګنده كړه چې دا خبرې به منطقه كښې د تل پاتي امن پلو يو مهم ګام ثابت شي۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د :اسلام آباد مذاكرات :په پېل وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د امریکې نائب صدر جے ډي وینس ملاقات وكړو۔د امریکې نائب صدر سره خاص استازي اسټیو وټکوف او جیرډ کشنر دغسې د وزیراعظم سره نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار او د كورنيو چارو وزیر سینیټر سید محسن رضا نقوی موجود وو۔د دواړو پلاويو په تعمیري انداز كښې د خبرو اترو عزم ستائېلو سره وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې دا خبرې به منطقه كښې د تل پاتي امن پلو يو مهم ګام ثابت شي۔وزیراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان منطقه كښې امن لپاره د ډلو ترمينځه د سهولت کارۍ روانه ساتلو خوښي لري۔