اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د ورلډ بينك ګروپ او نړيوال مالياتي فنډ (آئي ايم ايف) غونډو كښې ګډون لپاره امريكاې ته لاړو۔دا غونډي به د 13 نه تر 18 اپرېل واشنګټن ډي سي كښې كيږي۔د خزاني وزارتِ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خزاني وزير به دغه غونډو كښې ګډون څخه وړاندې د بوسټن دوره كوي …
د خزاني وفاقي وزير د ورلډ بينك او آئي ايم ايف غونډو كښې ګډون لپاره امريكا ته لاړو

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د خزانې و محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د ورلډ بينك ګروپ او نړيوال مالياتي فنډ (آئي ايم ايف) غونډو كښې ګډون لپاره امريكاې ته لاړو۔دا غونډي به د 13 نه تر 18 اپرېل واشنګټن ډي سي كښې كيږي۔د خزاني وزارتِ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خزاني وزير به دغه غونډو كښې ګډون څخه وړاندې د بوسټن دوره كوي چرته به چې هغه هارورډ يونيورسټي كښې د پاكستان كانفرنس كښې ګډون كوي۔د خزاني وزير به كانفرنس كښې ګډون كوونكو پوهانو ، پاليسي سازو او د پاكستانۍ كميونټي سره ملاقاتونه كوي او د پاكستان معيشت، اصلاحاتي اقدامات او پرمختګ په امكاناتوبه د خيالاتو څرګندونه كوي۔د خپلي دورې په مهال به د خزاني وزير د آئي ايم ايف او ورلډ بينك په مهمو غونډو كښې د پاكستان نمائندګي كوي او نړيوالو لارښودو ، پرمختيائي شراكت دارو او پاليسي سازو سره به ملاقاتونه كوي۔په دې موقع به د خزاني وزير د نړيوال مالياتي ادارو اعليٰ قيادت پشمول د ورلډ بينك منيجنګ ډائريكټر (آپريشنز) انا بيردے،د آئي ايف سي منيجنګ ډائريكټر مختار ديوپ او ميګا منيجنګ ډائريكټر سوتومو ياماموتو سره هم ملاقاتونه كوي۔د خزاني وزير به د آئي ايم ايف اعليٰ چارواكو،فرسټ ډپټي منيجنګ ډائريكټر ډين كاټز، ډپټي منيجنګ ډائريكټر نائجل كلارك او د مينځني ختيز او مينځني اسياﺀ ډائريكټر جهاد اظهور سره هم ملاقاتونه كوي۔د امريكې دورې په مهال به د خزاني وزير د امريكې حكومت اعليٰ چارواكو سره هم ملاقات كوي چې پكښې اسټيټ ډيپارټمنټ او د خزاني محكمې سينئر چارواكو نه علاوه د امريكا تجارتي استازے جيميسن ګريئر شامل دے۔د خزاني وزير به د نړيوالو مالياتي ادارو او د نړيوالو كمپنيو نمائندګانو سره هم ملاقات كوي چې پكښې فرينكلن ټيمپلټن، روتھس چائلډ اينډ كمپني، سټي بينك او جے پي مورګن په شان ادارې شاملي دي،دغسې د ټيكنالوجي او پاليسي څانګو استازو سره به هم ملاقاتونه كيږي۔دې مصروفيات سره سره به د خزاني وزير د بېلو هېوادونو خپلو هم منصبو او اعليٰ قيادت سره هم ملاقات كوي چې پكښې چين، سعودي عرب، متحده عرب امارات، تركيه او د برطانيه قائدين شامل دي۔د خزاني وزير به نورو نړيوالو او پرمختيائي مالياتي ادارو نمائندګانو سره هم ملاقات كوي ، چې پكښې آئي ايف اے ډي، ګيټس فاؤنډيشن، ايشيائي ترقياتي بينك، جائيكا او ايشين انفراسټركچر انويسټمنټ بينك شامل دي۔










