منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام لپاره سازګار حالات پېدا كولو په خاص جنګ بندي برقرار ساتل ډېر ضروري دي۔ شهباز شريف

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان په زړه پورې هلو ځلو له په مرسته كولو د برتانيه وزيراعظم پشمول د اروپائي او نړيوالو مشرانو مننه كولو سره ووئيل چې منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام لپاره سازګار حالات پېدا كولو په خاص جنګ بندي برقرار ساتل ډېر ضروري دي ۔ خپل "ايكس" پېعام كښې وزيراعظم ووئيل ما د جمعې په ورځ د …

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان په زړه پورې هلو ځلو له په مرسته كولو د برتانيه وزيراعظم پشمول د اروپائي او نړيوالو مشرانو مننه كولو سره ووئيل چې منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام لپاره سازګار حالات پېدا كولو په خاص جنګ بندي برقرار ساتل ډېر ضروري دي ۔ خپل “ايكس” پېعام كښې وزيراعظم ووئيل ما د جمعې په ورځ د برتانيه وزيراعظم سټارمر سره په خوشګوار ماحول كښې خبرې كړې دي٬ د پاكستان د سفارتي هڅو په ملاتړ د سټارمر مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل چې زه د اهم اروپائي او نړيوالو مشرانو پشمول د وزيراعظم اسټارمر د مشتركه بيان هم هركلے كوم چې پكښې زمونږ د امن هلو ځلو تائيد شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل د خبرو په مهال مونږ د پاكستان او برتانيه ترمېنځه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې اړيكې لا قوي كولو په تګلاره هم د خيالاتو څرګندونه كړې۔وزيراعظم ووئيل چې مونږ د برتانيه وزيراعظم اسټارمر په پاكستان كښې هركلي ته سترګې په لاره يو۔