د امريكې نائب صدر جے ډي وينس په مشرۍ د اعليٰ پائې پلاوې خبرو اترو كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راورسيد۔نائب وزيراعظم /خارجه وزير ، چيف آف ډيفنس فورسز او د كورنيو چارو وزير ئې هركلے وكړو

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د امريكې نائب صدر جے ډي وينس په مشرۍ كښې د امريكې د اعليٰ پائې يو پلاوې د خالي په ورځ وفاقي پايه تخت اسلام آباد ته رارسيدلې دې چرته به چې هغوي ”اسلام آباد مذاكرات“ كښې كډون كوي،پلاوي كښې د امريكې خاص نمائنده سټيو وټكوف او جيرډ كشنر شامل دي۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار، چيف آف ډيفنس فورسز او سرلښكر …

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د امريكې نائب صدر جے ډي وينس په مشرۍ كښې د امريكې د اعليٰ پائې يو پلاوې د خالي په ورځ وفاقي پايه تخت اسلام آباد ته رارسيدلې دې چرته به چې هغوي ”اسلام آباد مذاكرات“ كښې كډون كوي،پلاوي كښې د امريكې خاص نمائنده سټيو وټكوف او جيرډ كشنر شامل دي۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار، چيف آف ډيفنس فورسز او سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د كورنيو چارو وزير سيد محسن رضا نقوي د پلاوي هركلے وكړو۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي له مخې د امريكې پلاوي اسلام آباد خبرو اترو كښې ګډون لپاره پاكستان ته راغلې دے۔د امريكې پلاوي هركلي كولو سره نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د اوږدې مودې سيمه ايز او نړيوال امن و استحكام ترلاسه كولو لپاره د امريكې هڅي وستائلي۔ نائب وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې ډلي به تعميري انداز كښې خبرو اترو كښې ګډون وكړي۔ نائب وزيراعظم د پاكستان د شخړې اوږدې مودې او كوټلي حل لپاره ډلو له د آسانيو وركولو خواهش پخلے وكړو۔