اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان ويمنز فټبال ډلي ته په فيفا سيريز 2026 كښې په كاميابۍ مباركي وركړې ده ۔ د جاري شوي بيان له مخې ده د مېرمنو قامي فټبال ډلي د ښې كاركردګۍ ستائېلو سره ووئيل دې كاميابۍ سره په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه شوې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل 8–0 سره كاميابي د قامي ميرمنو ډلي …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان ويمنز فټبال ډلي ته په فيفا سيريز 2026 كښې په بريا مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان ويمنز فټبال ډلي ته په فيفا سيريز 2026 كښې په كاميابۍ مباركي وركړې ده ۔ د جاري شوي بيان له مخې ده د مېرمنو قامي فټبال ډلي د ښې كاركردګۍ ستائېلو سره ووئيل دې كاميابۍ سره په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه شوې۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل 8–0 سره كاميابي د قامي ميرمنو ډلي د محنت، مېنې او غير معمولي صلاحيتونو څرګندولو ثبوت دے۔ ده ووئيل ميرمنو ډلي په ښې لوبې كولو سره نه يواځې د هېواد وقار زيات كړو بلكه ميرمنو د لوبي ودي لپاره يوه نوې هيله او حوصله هم راپيدا كړه ۔ده ووئيل د پاكستانو ميرمنو د لوبو په ميدان كښې زيات شوے كردار د ډاډ وړ دے او دې كاميابۍ سره ځوان نسل،په خاص توګه جينكو ته مخ په وړاندې د تللو حوصله ترلاسه كيږي۔ د سېنېټ چيئرمېن د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ميرمنو د لوبو ودي او د نوي ټيلنټ به ډاډګيرنه كولې شي ٬ دغسې چې هېواد كښې د لوبو څانګي قوي شي۔ ده ووئيل ټول قام د خپلو لوڼو په كاميابۍ وياړ لري او د دوي روښانه سباؤن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كوي۔










