انجينئر امير مقام شمالي بحيرهٔ عرب كښې د غير ملكي عملې په حفاظت سره په ريسكيو كولو پاك بحريه ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام شمالي بحيرهٔ عرب كښې د ناڅاپي امدادي كارروائۍ په مهال د غير ملكي عملې په حفاظت سره ريسكيو كولو پاك بحريه ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل د پاك بحريه افسرانو او ځوانانو په وخت او موثره …

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام شمالي بحيرهٔ عرب كښې د ناڅاپي امدادي كارروائۍ په مهال د غير ملكي عملې په حفاظت سره ريسكيو كولو پاك بحريه ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔جاري شوې بيان له مخې ده ووئيل د پاك بحريه افسرانو او ځوانانو په وخت او موثره كارروائي كولو سره انساني ژوند بچ كولو كښې مثالي كردار ترسره كړو ۔انجينئر امير مقام ووئيل په مشكل حالاتو كښې سمدستي غبرګون او كامياب ريسكيو آپريشن كول د پاك بحريه د نړيوال معيار صلاحيتونه څرګندوي،د پاك بحريه ټول افسران او ځوانان د مباركۍ مستحق دي او قام په هغوي وياړ لري۔