د پيټروليم مصنوعات بيعو كښې كمي سره به په معيشت ګتور اثرات پرېوځي۔انجينئر امير مقام

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د كشمير٬ ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د پيټروليم مصنوعات بيعو كښې كمي سره به په معيشت ګتور اثرات مرتب شي۔خپل يو بيان كښې انجينئر امير مقام د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اړخه د پيټروليم مصنوعات بيعو كښې د ښكاره كمي اعلان د اولسي ريليف پلو يو مهم پيش رفت وګرځولو۔وفاقي وزير ووئيل حكومت نړيواله …

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د كشمير٬ ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د پيټروليم مصنوعات بيعو كښې كمي سره به په معيشت ګتور اثرات مرتب شي۔خپل يو بيان كښې انجينئر امير مقام د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اړخه د پيټروليم مصنوعات بيعو كښې د ښكاره كمي اعلان د اولسي ريليف پلو يو مهم پيش رفت وګرځولو۔وفاقي وزير ووئيل حكومت نړيواله منډۍ كښې د تيلو بيعو كښې د كمي ګټه نيغ په نيغه اولس ته ورسوله ۔ انجينئر امير مقام ووئيل د وزير اعظم په مشرۍ كښې وفاقي حكومت يو ځل بيا ثابته كړه چې اولس د ګرانۍ څخه خلاصولو لپاره سنجيده اقدامات كوي۔