وزيراعظم محمد شهباز شريف اولس ته ريليف وركولو لپاره د پټروليم مصنوعات بيعو كښې د كمي اعلان ٬ د امن خبرو اترو په كېښناستو د ايران او امريكې مننه كوم۔ د وزيراعظم شهباز شريف قام ته وېنا

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اولس ته ريليف وركولو لپاره د پټرول بيعه 12 روپۍ او د ډيزل بيعه كښې د 135 روپو كمي كولو سره وئيلي دي اوس به پټرول د 378 په ځاے په 366 روپۍ او ډيزل د 520 روپو په ځاے په 385 روپۍ ترلاسه كېږي٬ موټر سائيكل٬ پبلك ټرانسپورټ او مال بردار ګاډو لپاره به سبسډي هم روانه ساتو …

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف اولس ته ريليف وركولو لپاره د پټرول بيعه 12 روپۍ او د ډيزل بيعه كښې د 135 روپو كمي كولو سره وئيلي دي اوس به پټرول د 378 په ځاے په 366 روپۍ او ډيزل د 520 روپو په ځاے په 385 روپۍ ترلاسه كېږي٬ موټر سائيكل٬ پبلك ټرانسپورټ او مال بردار ګاډو لپاره به سبسډي هم روانه ساتو ٬ د الله پاك په فضل اوس په خلېج كښې جنګ نه د امن خبرې روانې دي٬ د ايران او امريکې قيادت زمونږ په خلوص لرونكې بلنه خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته راروان دي، د پاکستان قيادت به د دې خبرو كاميابۍ لپاره تر ډېره حده هڅې كوي، دا يوازې پاکستان لپاره نه ټولې اسلامي نړۍ لپاره د وياړ لحمه ده، عارضي جنګ بندي شوې٬ د مستقل امن سخت پړاٶ به د خبرو اترو د لارې سر كېږي٬ ٬ د امن عمل كاميابۍ سره به د يو شمېر بې ګناه اولس ژوند بچ شي، امن لپاره د نائب وزيراعظم و خارجه وزير خارجه اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د دوي د ډلې ستړې د ستائنې وړ دي، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير شاندار کردار به په زرينو ټكو ياد ساتلے شي۔ وزيراعظم دا خبرې د خالي په شپه قام ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل نن قام ته په يوه تاريخ سازه موقع مخاطب يم كله چې د الله تعالي په فضل و کرم سره په خليج كښې د جنګ نه بلكې د امن خبرې روانې دي او دواړه ډلې كومې چې تر پرون ورځې په جنګ كښې يو بل ته مخامخ وې او په منطقه كښې د تباهۍ منظر ٶ٬ نن الحمدالله دواړو ډلو د خبرو د لارې معاملې سمولو ته غاړه اېښودې ده۔ وزيراعظم ووئيل زه په دې مهم پېشرفت د ايران او امريكې د مشرتابه د زړه د اخلاصه مننه كوم چا چې زما تجويز قبولو سره نه يوازې عارضي جنګ بندۍ ته اتفاق وكړو بلكې زمونږ په بلنه د دواړو هېوادونو مشرانو اسلام آباد ته راځي چرته چې به امن لپاره مذاکرات كېږي٬ ده ووئېل پاکستان ته لوي څښتن د كوربتوب شرف وركړو ٬ دا يوازې پاكستان لپاره نه بلكې ټولې اسلامي نړۍ لپاره د وياړ لحمه ده او دې لپاره چې مونږ د رب ذوالجلال څومره هم شكر ادا كړو لږ دے۔ وزيراعظم ووئيل په دې نازكو لمحاتو كښې د پاكستان قيادت ډېر په محتاط انداز كښې په باور سره دواړه ډلې عارضي جنګ بندۍ له راضي كړې٬ زه د امن لپاره د نائب وزيراعظم و خارجه وزير خارجه اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د دوي د ډلې د ستړو ستائنه كوم، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير شاندار کردار به په زرينو ټكو ياد ساتلې شي۔ وزيراعظم قام ته اپيل وكړو چې د خبرو كاميابۍ لپاره دعاګانې اوغواړې ٬ دې سره به يو شمېر بې ګناه خلق بچ شي او په نړۍ كښې به امن راشي۔ وزيراعظم د ګرانۍ ذكر كولو سره ووئيل د كله نه چې د ګرانۍ دا طوفان راغلے دے ما قام سره لوظ كړے ٶ چې څنګه په نړيوال ماركيټ كښې د تېلو بيعه ټيټه شي٬ ان شاء الله زه به ټوله ګټه په سمدستي توګه اولس ته رسووم۔ وزيراعظم ووئيل د غنمو لو پېل شوے دے٬ خپلو محنتي كروندګرو لپاره لګښت كمول ډېر ضروري دے او د تېلو په نړيوال ماركيټ كښې د بيعې ټيټېدو سره ما د خپل لوظ تر مخه د ليټر په سر د پټرول بيعه 12 او د ډيزل په بيعه كښې د 135 روپو كمے اعلان كړو او اوس به پټرول د 378 په ځاے په 366 روپۍ او ډيزل به د 520 په ځائے 385 روپۍ ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د تېرې جمعې په ورځ ما د څلورو واړو صوبو٬ ګلګت بلتستان او د آزاد کشمير اولس لپاره د صوبائي حكومتونو په مشوره د هغوي د مرسته كولو سره هدفي سبسډي اعلان كړې وه ٬ كه موټر سائيكل٬ پبلك ټرانسپورټ او مال بردار ګاډو وي هغوي لپاره به سبسډي روانه وي۔ وزيراعظم ووئيل قامونه يوازې په حكومتي پرېكړو نه بلكې د اولس په اتحاد او نظم و ضبط سره ترقي كوي ٬ دې لپاره مونږ له به يو موټې كېدو سره د ايثار اجتماعي جذبې سره محنت او ديانت سره د الله تعالي حاضر و ناظر ګرځولو سره مخ په وړاندې تلل وي ٬ ده ووئبل كه مونږ شپه او ورځ خواري وكړو نو ان شاء الله د نړۍ يو طاقت مونږ د عظيم مقام ترلاسه كولو نه نشي منع كولې٬ كه خدائے ته منظوره وي نو مونږ به يو عزت دار٬ قوي او د ترقۍ منزلونه سر كونكے پاكستان نوي كول ته اوسپارو۔