اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري به فیفا سیریز 2026 كښې په تاریخي کامیابۍ د پاکستان ویمنز فټبال ډلې ته مبارکي وركولو سره وئېلي دي د پاکستان د مېرمنو فټبال ډلې ښه کارکردګي او د 8-0 تاریخي بريا د قام لپاره د وياړ باعثِ ده ۔ د جمعی په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري بیان تر مخه صدر مملکت ووئېل لوبغاړو …
د پاکستانو مېرمنو د فټبال دلې ښه کارکردګي او تاریخي بريا د قام لپاره د وياړ باعثِ ده ، صدر آصف علی زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري به فیفا سیریز 2026 كښې په تاریخي کامیابۍ د پاکستان ویمنز فټبال ډلې ته مبارکي وركولو سره وئېلي دي د پاکستان د مېرمنو فټبال ډلې ښه کارکردګي او د 8-0 تاریخي بريا د قام لپاره د وياړ باعثِ ده ۔ د جمعی په ورځ د ایوان صدر پریس ونګ نه جاري بیان تر مخه صدر مملکت ووئېل لوبغاړو په ڼريوالې كچه د خپلو صلاحیتونو، ټیم ورک او عزم په زړه پورې بڅرګندونه كرې ده۔ ده ووئېل د مېرمنو لوبغاړو كاميابۍ هېواد كښې د لوبو ودې او د ځوانانو د حوصلې زياتولو ذریعه دي ۔صدر مملکت آصف علي زرداري ووئېل پاکستان كښې د مېرمنو د لوبو ودې او د صلاحیت لرونكو لوبغاړو سرپرستي روانه ساتل قامي ترجیح ده ۔ ده ووئېل د ډلې کامیابي پاکستان كښې د مېرمنو د فټبال لوبې د روښانه سباون عکاسي ده۔










