اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی اسلام آباد خبرو اترو لپاره راتلونكو پلاويو ميلمستيا او امنيت لپاره د هر ممکن اقدامات باوري كولو سپارښتنه وكړه۔ اسلام آباد خبرو اترو لپاره د غیر ملکی پلاويو راتګ په لړ كښې د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی په مشرۍ كښې د كورنيو چارو وزارت كښې د امنيت او نور انتظامات په اړه خصوصی غونډه وشوه۔په …
د كورنيو چارو وفاقی وزیر په مشرۍ كښې خاص غونډه،د پلاويو ميلمستيا او امنيت هر ممکن اقدامات سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی اسلام آباد خبرو اترو لپاره راتلونكو پلاويو ميلمستيا او امنيت لپاره د هر ممکن اقدامات باوري كولو سپارښتنه وكړه۔ اسلام آباد خبرو اترو لپاره د غیر ملکی پلاويو راتګ په لړ كښې د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی په مشرۍ كښې د كورنيو چارو وزارت كښې د امنيت او نور انتظامات په اړه خصوصی غونډه وشوه۔په غونډه كښې اسلام آباد كښې د امریکې-ایران خبرو اترو په اړه تيارو او امنيت پلان تفصیلی جاج واخستلے شو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوی غیر ملکی ميلمنو لپاره په هره كچه د ښه انتظامات سپارښتنه وكړه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل جنګ بندۍ نه پس د امريكا -ایران خبري اتري اسلام آباد كښې كيدل د پاکستان لپاره يو اعزاز دے۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوی اسلام آباد خبرو اترو لپاره راتلونكو پلاويو ميلمستيا او امنيت لپاره د هر ممکن اقدامات باوري كولو سپارښتنه وكړه۔ په غونډه كښې پريكړه وشوه چې ریډ زون به په بشپړه ډول سيل كولې شي او يواځې اړوندو كسانو ته به د داخلے اجازه وي په دې لړ كښې د كورنييو چارو وزارت كښې مرکزی کنټرول روم جوړ شوې۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدری،د كورنيو چارز وفاقی سیکرټري،د اسلام آباد چیف کمشنر،آئی جی پولیس، پينډۍ کمشنر، د ایف آئی اے ډی جی ، د اسلام آباد ډی سی ، رینجرز، فیډرل کانسٹیبلری او خارجه وزارت نمائندګانو ګډون وكړو۔










