خارجه وزير اسحاق ډار سره د نيدر لينډز خارجه وزير ټام بيرينډسن ټيليفوني خبري ٬ په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د نيدر لينډز خارجه وزير ټام بيرينډسن ټيليفوني تماس نيولې او په سيمه ايز صورتحال ئې هغه سره د خيالاتو څرګندونه كړي۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې خارجه وزير بيرينډسن د جنګ بندۍ لپاره د پاکستان کردار وستائلو او كوټلي امن لپاره سفارتي لاري ته ودي وركولو د پاکستان …

اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د نيدر لينډز خارجه وزير ټام بيرينډسن ټيليفوني تماس نيولې او په سيمه ايز صورتحال ئې هغه سره د خيالاتو څرګندونه كړي۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې خارجه وزير بيرينډسن د جنګ بندۍ لپاره د پاکستان کردار وستائلو او كوټلي امن لپاره سفارتي لاري ته ودي وركولو د پاکستان د پرله پسې هڅو ملاتړ څرګندونه ئې وكړه۔دواړه اړخه لبنان كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزو د تشويش څرګندونه وشوه او اوږدې مودې امن لپاره په جنګ بندۍ د بشپړه عمل درآمد په اهميت زور راوړې شو۔د پاکستان او نيدرلينډز قوي اړيكو توثيق کولو سره ډلو د تجارت، معيشت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرستي ته لا ودي وركولو د عزم پخلے وشو۔