د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر د نوابزاده جميل اكبر بګټي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكره

اسلام آباد ۔ ١٠ اپرېل( اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر د نوابزاده جميل اكبر بګټي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د سېنېټ ميډيا ډائرېكټورېټ نه جاري بيان تر مخه خپل د غمرازۍ بيان كښې ده د حق رسېدلي سياسي او سماجي خدمات ته پېرزوئنې وراندې كولو سره ووئېل نوابزاده جميل اكبر بګتي يو وقار لونكے قبائلې و سياسي شحصيت …

اسلام آباد ۔ ١٠ اپرېل( اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر د نوابزاده جميل اكبر بګټي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د سېنېټ ميډيا ډائرېكټورېټ نه جاري بيان تر مخه خپل د غمرازۍ بيان كښې ده د حق رسېدلي سياسي او سماجي خدمات ته پېرزوئنې وراندې كولو سره ووئېل نوابزاده جميل اكبر بګتي يو وقار لونكے قبائلې و سياسي شحصيت ؤ ٬ چا چې د بلوچستان اولس حقونو او ترقۍ لپاره څرګند كردار ادا كړے۔ د هغه په مرګ هېواد په خخاص توګه بلوچستان د يو مخلص او اثر لرونكې لارښود نه محروم شو۔ د سېنېټ ډبټي چيئرمېن د حق رسېدلي كورنۍ سره د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونې كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې حق رسېدلي له د خپل رحم په پلو كښې ځائے وركړي او كورنۍ له دې د غم د زغملو حوصله وركړي۔ واضحه دې وي چې حق رسېدلے پرون خاورو ته سپارلے شوے ؤ چې په جنازه كښې يې مختلف سياسي و سماجي شخصيات او اولس په لوي شمېر ګدون كړے ؤ۔