اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) پاکستان او آسټريا د خبرو اترو کاميابۍ لپاره په ټولو ډلو د جنګ بندۍ په بشپړه پالنه زور راوړے دے او وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان د هلو ځلو په بشپړه تائيد او ملاتړ د آسټريا د چانسلر مننه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د زيارت په ورځ د آسټريا چانسلر کرسچن اسټوکر وزيراعظم محمد …
وزيراعظم شهباز شريف سره د آسټريا چانسلر کرسچن اسټوکر ټېلي فوني تماس٬ د خبرو اترو كاميابۍ لپاره په ټولو ډلو د جنګ بندۍ په پالنه زور

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) پاکستان او آسټريا د خبرو اترو کاميابۍ لپاره په ټولو ډلو د جنګ بندۍ په بشپړه پالنه زور راوړے دے او وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان د هلو ځلو په بشپړه تائيد او ملاتړ د آسټريا د چانسلر مننه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د زيارت په ورځ د آسټريا چانسلر کرسچن اسټوکر وزيراعظم محمد شهباز شريف سره ټېلي فوني تماس ونيولو٬ وزيراعظم سږ كال په فرورۍ كښې د ويانا د سركاري دورې په مهال د شوي خوشګوار ملاقات يادګېرنه وكړه۔ وزيراعظم د آسټريا چانسلر لخوا د پاکستان د هلو ځلو په بشپړه تائيد او ملاتړ مننه وكړه د كومو په نتيجه كښې چې د امريکې او ايران ترمېنځه جنګ بندي ممكن شوه او د دواړو ډلو ترمېنځه د خبرو بحالي باوري شوه ۔دغسې په دې مهال دواړو مشرانو په ډلو د جنګ بندۍ په بشپړه پالنه زور راوړو چې ورسره د ګتورو خبرو امكانات ته وده ترلاسه شي ٬ كومې چې د منطقه او د دې نه بهر د تل پاتې امن او استحكام سبب جوړېدې شي










