د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې به تر وروستي ترهه ګر روان ساتلے شي ۔ د بلوچستان وزيراعليٰ

کوئټه 09 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي بلوچستان يوه حساس سيمه ده چرته چې حالاتو كښې لاندې باندې راځي خو حکومت به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ تر وروستي ترهه ګر روان ساتي ،ده ووئيل پاکستان پيپلز پارټۍ عمر له د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قيادت كړے او دې هلو ځلو كښې د بينظير بھټو پشمول ګڼ شمير کارکنانو د …

کوئټه 09 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي بلوچستان يوه حساس سيمه ده چرته چې حالاتو كښې لاندې باندې راځي خو حکومت به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ تر وروستي ترهه ګر روان ساتي ،ده ووئيل پاکستان پيپلز پارټۍ عمر له د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قيادت كړے او دې هلو ځلو كښې د بينظير بھټو پشمول ګڼ شمير کارکنانو د خپلو ځانونو قرباني وركړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده جيکب آباد كښې د پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي او چيف وهپ مير اعجاز حسين جکھراني سره د پلار مير احمد نواز المعروف مير بابل خان جکھراني په مړينه لاس نيوې نه پس ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وزيراعليٰ د پيټرول بيعو په اړه د پوښتني په ځواب كښې وضاحت كښې ووئيل بلوچستان كښې د پيټرول کومه سرکاري بيعه نه ده مقرر شوې البته سرحدي سيمو كښې ايران سره غير رسمي تجارت له امله بيعو كښې فرق راغلے دغسې د هېواد نورو برخو په شان عمومي بيعه هغه ده ، د امريکې، ايران جنګ په صورتحال خبرو كښې ده ووئيل كه جنګ بندي ونه شوه نو د هغې اثرات به په ټوله سيمه او په خاص توګه په بلوچستان زيات پريوځي ځكه چې مونږ په ګاونډ كښې يو،ده صدر آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف او په خاص توګه د فيلډ مارشل سيد عاصم منير قيادت ستائېلو سره ووئيل د هغوي دانس لرونكې تګلاري له امله نه يواځې پاکستان د لوئ بحران څخه بچ شو بلكه په نړيواله كچه هېواد ته هغه مقام وركړے شوے كوم چې دې څخه وړاندې نه ؤ ترلاسه ۔وزيراعليٰ ووئيل نن پاکستان د يو ذمه واره رياست په توګه په نړيواله كچه مهم كردار ترسره كوي كوم چې ټول قام لپاره وياړ دے ۔ وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د مير احمد نواز خان المعروف مير بابل خان جکھراني په مړينه د غم دړد څرګندوني سره ووئيل دا زيان يواځې د جکھراني كورنۍ يا قبيلې نه بلكه د ټولي سيمي د قبائلو زيان دے۔په دې موقع مير سليم کھوسه، ظهور بليدي، عبدالمجيد باديني، مولوي نور الله، حاجي برکت رند او نور هم ده سره وو۔

مزید خبریں