د ايران او امريکې ترمينځه د جنګ بندۍ خبرونه خوشبينه او د ډاډ وړ دي۔آفتاب شيرپاؤ

پېښور 08 اپرېل (اے پي پي) د قومي وطن پارټۍ چيئرمين او د كورنيو چارو پخواني وزير آفتاب احمد خان شيرپاؤ وئيلي دي د ايران او امريکې ترمينځه د جنګ بندۍ خبرونه خوشبينه او د ډاډ وړ دې۔د شورو په ورځ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايکس يو پوسټ كښې آفتاب شيرپاؤ ووئيل نن انا پرستي او شدت خوښي ناكامه شوه او انسانيت ګټه وكړه ۔ده ووئيل تاريخ ګواه …

پېښور 08 اپرېل (اے پي پي) د قومي وطن پارټۍ چيئرمين او د كورنيو چارو پخواني وزير آفتاب احمد خان شيرپاؤ وئيلي دي د ايران او امريکې ترمينځه د جنګ بندۍ خبرونه خوشبينه او د ډاډ وړ دې۔د شورو په ورځ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايکس يو پوسټ كښې آفتاب شيرپاؤ ووئيل نن انا پرستي او شدت خوښي ناكامه شوه او انسانيت ګټه وكړه ۔ده ووئيل تاريخ ګواه دے جنګونه د مسئلو حل نه وي ٬ د مسائلو حل د خبرو اترو د لاري راوېستلے كيږي۔ده ووئيل د جنګ بندۍ هڅو كښې د پاکستان کردار به عمر له ياد ساتلې شي۔ده ووئيل هيله لرو آبنائے هرمز پرانستلو او د ډلو ترمينځه تاؤ ترېښوالي ختميدو سره به منطقه كښې امن بحال شي ، نړيوال معيشت ښه كيدو سره به د خام تيلو بيعي کمي او رامخې ته منفي اثرات به هم ختم شي

مزید خبریں