د سرتاج عزیز د تركيې سفارت دوره ، د غمرازۍ كتابچه كښې ئې خپل تاثرات قلمبند كړل

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز د جمعې په ورځ د تركيې سفارت ته لاړو او د جون په 29مه نېټه د استنبول په اتاترك هوائي مېدان د رامخې ته شوې د ترهه ګرۍ پېښې په نتيجه كښې د شوي زيان په حقله ئې د غمرازۍ په كتابچه كښې خپل تاثرات قلمبند كړل۔ ده په بريد كښې د بې ګناه وګړو په …

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز د جمعې په ورځ د تركيې سفارت ته لاړو او د جون په 29مه نېټه د استنبول په اتاترك هوائي مېدان د رامخې ته شوې د ترهه ګرۍ پېښې په نتيجه كښې د شوي زيان په حقله ئې د غمرازۍ په كتابچه كښې خپل تاثرات قلمبند كړل۔ ده په بريد كښې د بې ګناه وګړو په مرګ ژوبله د غم دړد څرګندونه كولو سره د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنه وكړه۔د خارجه دفتر وياند له مخې سرتاج عزيز د تركيې حكومت ٬ اولس او غم جنيو كورنيو سره د پاكستاني حكومت او اولس لخوا په شوي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه ۔سرتاج عزيز ووئيل پاكستان خپله ترهه ګرۍ سره مخ دې او مونږ د هر ډول ترهه ګرۍ لعنت هېواد څخه د خاتمې عزم كړې۔ ده ووئيل مونږ د تركيې اولس عزم او حوصلې ته سلام وړاندې كوٶ او هيله لرو چې ھغوې به پخپل عزم او حوصله ترهګرو ته په ماتي وركولو كښې بريالي كېږي۔

مزید خبریں