خیبر پښتونخوا کښې د بارانونو له امله 47 كسان په حق ورسېدل ،117 ژوبل شول

پېښور۔ 07 اپریل (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا پي ډي ایم اے د 25 مارچ نه تر دې دمه د بارانونو له امله د صوبې په بېلا ېبلو سيمو د ځاني او مالي زيانونو په اړه راپور جاري كړے دے ۔د پي ډي ایم اے خیبر پښتونخوا تر مخه صوبه كښې د 25 مارچ نه د روانونو بارانونو له امله تر دې دمه په مجموعي توګه 47 كسان په حق …

پېښور۔ 07 اپریل (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا پي ډي ایم اے د 25 مارچ نه تر دې دمه د بارانونو له امله د صوبې په بېلا ېبلو سيمو د ځاني او مالي زيانونو په اړه راپور جاري كړے دے ۔د پي ډي ایم اے خیبر پښتونخوا تر مخه صوبه كښې د 25 مارچ نه د روانونو بارانونو له امله تر دې دمه په مجموعي توګه 47 كسان په حق رسېدلي او 117 كسان ژوبل شوي دي ۔په حق رسېدلو كښې 27 ماشومان ، 13 سړي او 7 مېرمنې ٬ دغسې په ژوبل شوو كښې 45 سړي ، 21 مېرمنې او 51 ماشومان شامل دي ۔د بارانونو له امله تر اوسني راپور په مجموعي توګه 652 كورونو ته زيان رسېدلے چې پكښې 554 ته په جزوي توګه او 98 كورونه په مکمل توګه ړنګ شوي دي ۔ ا پیښې مختلف ضلعو بنوں, ایبټ آباد، مردان، باجوړ ، هنګو، مومند، کوهاټ، شمالي وزیرستان، پیښور ، خیبر، نوښار، ډیرہ اسماعیل خان، کرم، لکي مروت، شانګله، بټګرام، كوز کوهستان، مانسهرہ، تورغر، سوات، ېره دیر، چارسدہ، بونیر، مالاکنډ، كوز دیر، اورکزئۍ ، جنوبي وزیرستان او ټانک كښې رامخې ته شوي دي ۔ پي ډي ایم اے، ریسکیو 1122، ضلعي انتظامیه او اړوندې اداراې خپلو كښې په رابطه كښې دي او د مرستې هلې ځلې يې دوامداره ساتلي دي ۔ د پي ډي ایم اے د اړخه متاثرہ ضلعو ته د مرستې سامان روان كړے شوے دے ۔ ۔د پي ډي ایم اے تر مخه د بارانونو د لاسه لنډي سيند کښې د د نوښار په مقام د مينځنۍ درجې سیلاب او د اباسين سره پېوست د نالو او خوړونو كښې د سېلاب هم اندیښنه ده ۔

مزید خبریں