د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د سوداګرو تنظيمونو پلاوي وليدل

کوئټه 06 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د ملاقات نه وروستو سوداګرو تنظيمونو د کفايت شعارۍ د اقدامات تائيد كولو سره بازارونه او ريسټورنټس د حکومت د تجويز كړو وختونو له مخې د بندولو اعلان وكړو۔ د ګل په ورځ د انجمن تاجران بلوچستان، مرکزي انجمن تاجران، کوئټه چيمبرز آف کامرس، هوټل اينډ ريسټورنټس ايسوسي ايشن او د شادي هال ايسوسي ايشن عهديدارو او …

کوئټه 06 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د ملاقات نه وروستو سوداګرو تنظيمونو د کفايت شعارۍ د اقدامات تائيد كولو سره بازارونه او ريسټورنټس د حکومت د تجويز كړو وختونو له مخې د بندولو اعلان وكړو۔ د ګل په ورځ د انجمن تاجران بلوچستان، مرکزي انجمن تاجران، کوئټه چيمبرز آف کامرس، هوټل اينډ ريسټورنټس ايسوسي ايشن او د شادي هال ايسوسي ايشن عهديدارو او استازو وزيراعليٰ سره په ملاقات كښې په موجوده صورتحال كښې د حکومتي اقدامات د بشپړ ملاتړ باور وركړو۔ په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق راغلو چې د توان د ممكنه بحران او د وسائلو په زېركتيا استعمال سره به بازارونه د شپې په اته بجې او مېرج هالز او ريسټورنټس په صوبائي سرښار كوئټه كښې د شپې په 11 بجې او په بلوچستان كښې د شپې په لس بجې بندولې شي۔ دا پرېكړه قامي ګټې له يو مهم او په وخت اقدام وګرځولے شو او په دې اقدام د سوداګرې ورورولۍ او د صوبائي حكومت ترمېنځه اتفاق راغلے دے۔

مزید خبریں