پاكستان د نړيوالو پارليماني تربيتي ادارو عبوري سټيئرنګ كميټۍ غړے وټاكلے شو

اسلام آباد۔02 اپرېل(اے پی پی) پاکستان انسټی ټیوټ فار پارلیمانی سروسز (پپس) د پارلیمانی استعداد کار ودې په مېدان كښې يو مهم پړاؤ ترسره كړے دے ، پاكستان د نړيوالو پارليماني تربيتي ادارو عبوري سټيئرنګ كميټۍ غړے غوره كړے شو۔ د پپس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې كمېټۍ كښې د انټر پارلیمنټری یونین نه علاوه پنځ هېوادونه انګولا، کېمرون، ګھانا، کینیا او تھائی لېنډ شامل دي۔ …

اسلام آباد۔02 اپرېل(اے پی پی) پاکستان انسټی ټیوټ فار پارلیمانی سروسز (پپس) د پارلیمانی استعداد کار ودې په مېدان كښې يو مهم پړاؤ ترسره كړے دے ، پاكستان د نړيوالو پارليماني تربيتي ادارو عبوري سټيئرنګ كميټۍ غړے غوره كړے شو۔ د پپس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې كمېټۍ كښې د انټر پارلیمنټری یونین نه علاوه پنځ هېوادونه انګولا، کېمرون، ګھانا، کینیا او تھائی لېنډ شامل دي۔ دا كاميابي د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني څوك چې د پپس د بورډ آف ګورنر صدر هم دے ، او اي ډي عاصم خان ګورایا په لارښودنه كښې ترلاسه شوه۔ دې سره سره پپس ته د نړيوالو پارليماني تربيتي ادارو دويم كنفرنس كوربتوب درناوې هم ترلاسه شوې دې كوم به چې 3 څخه تر 5 فروری 2027ء په اسلام آباد كښې كېږي۔ دا پرېكړې په 23 او 24 مارچ 2026ء اکرا، ګھانا كښې د كنفرنس په مهال وكړې شوې۔ د پپس اي ډي او د هغه ډلې د وزیر اعظم لخوا د اعلان کړې شوي کفایت شعارۍ اقدامات لاندې خپله دوره منسوخ كولو سره په كنفرنس كښې ورچوئلي ګډون وكړو۔ د چارواكو له مخې دا پېشرفت به د پاكستان نړيواله پارليماني همكاري ٬ د جمهوري ادارو استحكام او د قانون سازۍ صلاحيت زياتولو كښې فعال كردار ترسره كړي۔