اسلام آباد۔02 اپرېل (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د امريكائي همكارانو تعميري كردار ستائلو سره وئيلي دي چې پاكستان سرمايه كارۍ لپاره د آسانيو برابرولو او د كاروباري چاپېريال له په زړه پورې كولو عزم لري، د بنيادي اډانې اصلاحات ، په نمو اډانه برآمدات او اداره جاتي نظام مضبوطولو ته مونږ تر ټولو لومړۍ پام لرنه كوو۔ ده دا خبره په پاكستان كښې …
د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب سره د امريكائي ناظم الامور نتالي بيكر ملاقات ، بيلو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔02 اپرېل (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د امريكائي همكارانو تعميري كردار ستائلو سره وئيلي دي چې پاكستان سرمايه كارۍ لپاره د آسانيو برابرولو او د كاروباري چاپېريال له په زړه پورې كولو عزم لري، د بنيادي اډانې اصلاحات ، په نمو اډانه برآمدات او اداره جاتي نظام مضبوطولو ته مونږ تر ټولو لومړۍ پام لرنه كوو۔ ده دا خبره په پاكستان كښې تعينات د امريكا ناظم الامور نتالي بېكر سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې دواړو اړخونو په دوه اړخيزه اړيكو ، روان اقتصادي پیشرفت ، سرمایه كارۍ او د توان په څانګو كښې همكارۍ ته په لا وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ امريكائي ناظم الامور په دوه اړخيزه رابطو كښې د مثبت پېشرفت ستائنه وكړه۔ د خزانې وزير نتالي بېكر د توان څانګه كښې پېښو چېلنجونو او په دې قابو موندلو له روانو اقداماتو څخه خبر كړو۔ دواړو اړخونو د پاكستان نړيوالو مالياتي ادارو او پرمختيائي همكارانو سره په راونو رابطو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه په كومو كښې چې د آئي اېم اېف پروګرام لاندې د اصلاحات رفتار په ځائې ساتلو له روانې هڅې شاملې دي۔ ده نړيواله او سيمه ايزه وضعه نظر كښې نيولو سره د لچك په حاجت زور راوړو۔ نتالی بېکر د پاكستان د اقتصادي اصلاحاتو ايجنډې ملاتړ تكرارولو سره په سختو حالاتو كښې معيشت مستحكمولو لپاره د پاكستاني حكومت د هڅو ستائنه وكړه۔










