د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د الجیریا سفارت خانې ته لاړو، د پخواني صدر لیامین زروال په مړينه غمرازي

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی په اسلام آباد كښې د الجیریا سفارت خانې ته لاړو او د پخواني صدر لیامین زروال په مړينه يې غمرازي ښكاره كړه۔ پاکستان كښې د الجیریا سفیر ډاکټر براهیم رومانی د سېنېټ چیئرمېن هركلے وكړو۔د غم دړد څرګندوني سره د سېنېټ چیئرمېن د پاکستان اولس ،د سېنېټ آف پاکستان او خپل اړخه د الجیریا حکومت، اولس …

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی په اسلام آباد كښې د الجیریا سفارت خانې ته لاړو او د پخواني صدر لیامین زروال په مړينه يې غمرازي ښكاره كړه۔ پاکستان كښې د الجیریا سفیر ډاکټر براهیم رومانی د سېنېټ چیئرمېن هركلے وكړو۔د غم دړد څرګندوني سره د سېنېټ چیئرمېن د پاکستان اولس ،د سېنېټ آف پاکستان او خپل اړخه د الجیریا حکومت، اولس او غمجني كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څړګندونه وكړه۔خپل تاثرات ليكلو سره د سېنېټ چیئرمېن ووئيل د عوامی جمهوریه الجیریا پخواني صدر لیامین زروال د مړيني په خبر اوريدو دړديدلے يم، صدر زروال يو مدبر لارښود ؤ ، پاکستان الجیریا سره د ورورولۍ خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔۔په دې موقع د سېنېټ چیئرمېن د آئی اېس سي صلاحكار او سفیر مصباح کھرهم موجود ؤ