د سېنېټ چیئرمېن د ورځپاڼي دی نېشن د نیوز ایډیټر شهباز بھټی په مړينه د غم دړد څركندونه وكړه

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د ورځپاڼې دی نېشن اسلام آباد نیوز ایډیټر او سینئر خبريال شهباز بھټی په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي۔د سېنېټ چیئرمېن د غمرازۍ په خپل بيان كښې ووئيل ارواښاد شهباز بھټی يو صلاحیت لرونكے ، فرض شناس او اصول خوښے خبريال ؤ چا چې د صحافت په څانګه كښې د خپلو خذماتو د لارې يو …

اسلام آباد 02 اپرېل (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د ورځپاڼې دی نېشن اسلام آباد نیوز ایډیټر او سینئر خبريال شهباز بھټی په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي۔د سېنېټ چیئرمېن د غمرازۍ په خپل بيان كښې ووئيل ارواښاد شهباز بھټی يو صلاحیت لرونكے ، فرض شناس او اصول خوښے خبريال ؤ چا چې د صحافت په څانګه كښې د خپلو خذماتو د لارې يو مقام ترلاسه كړے ۔د هغه پیشه وره صلاحیتونه او په رښتيا اډانه صحافت به عمر له ياد ساتلے شي۔ده ووئيل ارواښاد د قدر وړ خذمات ترسره كړي ، شهباز بھټی د خپل قلم د لارې اولسي مسئلې رامخې ته كړي او د صحافت اعلیٰ معیار له يې وده وركړي۔د سېنېټ چیئرمېن د ارواښاد كورنۍ سره د يووالي څرګندونې كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ آمین